کابل(پژواک،۳۰غويی۹۷): د افغانستان د ملي جنبش د رهبرۍ شورا يو غړی وايي چې کېداى شي د ولسمشر لومړی مرستيال جنرال عبدالرشيد دوستم تر راتلونکو لسوورځو پورې هېواد ته را ستون شي.
د ولسمشر لومړی مرستيال جنرال عبدالرشيد دوستم تېر کال د غويي په ۲۹مه ترکيې ته ولاړ او د نوموړي وياند اعلان وکړ چې جنرال دوستم د روغتيايي ازموينې په موخه ترکيې ته تللی دی.
له ارګ سره د جنرال دوستم اړيکې تېر کال د غويی په مياشت کې وروسته له هغه خرابې شوې چې نوموړی پر احمد ايشچي پر جنسي تېري تورن شو او حکومت ددغې موضوع د تعقيبولو هڅه وکړه او دوستم کابو له يوه کال را هيسې په ترکيه کې اوسېږي.
په ولسي جرګه کې د کندوز د خلکو استازي او د افغانستان د اسلامي جنبش ګوند د رهبرۍ شورا غړی مولوي عبدالله قرلق نن له رسنيو سره په خبرو کې وويل چې ولسمشر غني تېره اوونۍ ترکيې ته د خپل سفر پرمهال له جنرال دوستم سره ټيلېفوني خبرې کړې دي.
ولسمشر اشرف غني د غويي په ۲۸ مه نېټه (درې ورځې وړاندې) د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان په بېړنۍ ناسته کې د ګډون په موخه ترکيې ته سفر وکړ.
نوموړي دغه راز وويل چې ټاکل شوې وه ولسمشر محمداشرف غني په انقره ښار کې له جنرال دوستم سره وګوري، خو د هېواد بد امنيتي وضعيت د دې لامل شو چې ولسمشر له خپل مرستيال سره ټيلېفوني خبرې وکړي او له هغه څخه غوښتنه وکړي تر څو ډېر ژر هېواد ته راستون شي.
د قرلق په وينا، د هېواد دغو دوو لوړپوړو چارواکو په ټيلېفوني اړيکه کې په مهمو مسايلو په ځانګړي ډول هېواد ته د جمهوري رياست د لومړي مرستيال په راتګ او امنيتي وضعيت تفصيلي بحث وکړ او ټاکل شوې د راتلونکو لسو ورځو په جريان کې هېواد ته د جنرال دوستم د بيا راتګ لپاره لاره هواره شي.
هغه زياته کړه، يو شمېر دولتي ادارو ته دنده سپارل شوې چې هېواد ته د جمهوري رياست د لومړي مرستيال د راتګ لپاره ندابير ونيسي، خو په دې اړه يې ډېر جزييات ورنه کړل.
دا په داسې حال کې ده، په هغه ډله کې چې ترکيې ته يې د ولسمشرغني ملګرتيا کوله د جنبش ملي ګوند سرپرست او د جنرال دوستم زوی حاجي باتور دوستم هم ګډون درلود.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن