ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“بغلان ته د سټېکرلګولو او جعلي تذکرو جوړولو ماشینونه وارد شوي”

“بغلان ته د سټېکرلګولو او جعلي تذکرو جوړولو ماشینونه وارد شوي”

author avatar
21 May 2018 - 18:13
“بغلان ته د سټېکرلګولو او جعلي تذکرو جوړولو ماشینونه وارد شوي”
author avatar
21 May 2018 - 18:13

پلخمري (پژواک، ٣١ غويى ٩٧): په بغلان کې ځينې کسان ادعا کوي چې پر تذکرو د ټاکنو د نوم ليکنې نښې (سټېکر) لګولو او جعلي تذکرو جوړولو ماشینونه وارد شوي او په ناقانونه توګه کار ترې اخيستل کېږي.

د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو ټاکنو لپاره د نوم ليکنې لړۍ د وري په ٢٥مه پيل شوې او هر څوک چې نوم ليکنه وکړي پر تذکره يې ځانګړى سټېکر لګول کېږي.

د بغلان د مدني ټولنې غړي او په پلخمري کې د خصوصي پوهنتون استاد سید علي فاضل د غویي په ۳۱مه پژواک خبري اژانس ته وویل:"یو ځل بیا په ټاکنو کې د پراخې درغلۍ لپاره د سټېکرو جعلي ماشین پلخمري ته راوړل شوى او پر تذکرو یې د سټېکرو لګولو کار پیل کړی چې ټول پرې خبر دي."

ده په دې اړه جزييات ورنه کړل، خو زياته کړه، وړمه ورځ یې په یوه غونډه کې قاضیانو او څارنوالانو ته چې په کې د ملي امنیت منسوبین هم ناست وو، د راوړل شوي جعلي ماشین په اړه یادونه وکړه تر څو يې په اړه اقدام وکړي.

د هغه په وينا، که یو ځل بیا د دغه ډول سترو درغلیو مخه ونه نیول شي، ټاکنې بې باوره او د ده په اند د ولسي جرګې شته وکیلان به بیا هم د ولس پر رایو نه، بلکې په درغلیو بیا ځل استازي شي.

د بغلان د ولایتي شورا مرستیال وکیل فیروز الدین ایماق هم پژواک ته وویل:"ما هم اورېدلي چې د سټېکرو ماشین راوړل شوی، اما په دې نه یم خبر چې ماشین چېرته او د چا له خوا راوړل شوی، خو دغه ډېر بد کار شوی دی."

ده زياته کړه، د ولایتي شورا غړو په دغه موضوع خبرې کړي او په هڅه کې دي، هغه کسان چې دغه ماشین یې راوړی او هغه چې له دغه ماشینه ګټه پورته کوي، پیدا او ولس ته یې ښکاره کړي.

د ده په خبره، راوړل شوی ماشین د پلخمري په ښار کې نه دی ایښودل شوی، بلکې له ښاره لرې نامعلومه سیمه کې ایښودل شوی چې له کشفي ادارو لرې او په اسانه او ډاډه زړه کار ترې واخیستل شي.

په ولسي جرګه کې د بغلان د خلکو استازې شکریه عیسی خېل د سټېکرو د ماشین واردولو په اړه بې خبري وښوده، خو ويې ويل چې بغلان ته د جعلي تذکرو د چاپ ماشین راوړل شوى دى.

هغې زیاته کړه، د تذکرو د چاپ جعلي ماشین واردولو څخه څرګندیږي چې د سټېکرو د چاپ ماشین په واردولو کې هم هیڅ شک نشته او که اړوندې ادارې یې مخه ونه نیسي، راتلونکو ټاکنو تر سره کولو ته ځکه اړتیا نشته چې وړ او د خلکو خوښ کسانو پرځای به درغلګر کسان راتلونکي استازي شي.

په بغلان کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د دفتر ريیس عبدالملک حنیفي وايي:"تراوسه چا ورته داسې کوم شکایت نه دی کړی، خو که دغه کار شوی وي، بد او ډېر شرموونکی دی."

خو د ده په وينا، که دا کار شوى هم وي، د جعل کوونکو لپاره هېڅ ګټه نه لري ، ځکه چې دوی د ثبت کتاب لري او رایې د ثبت شویو نومونو او تذکرو له مخې کارول کېږي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.