ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په پلخمري کې له کتاب پلورنځيو د پوهنې وزارت اړوند زرګونه کتابونه راغونډ شول

په پلخمري کې له کتاب پلورنځيو د پوهنې وزارت اړوند زرګونه کتابونه راغونډ شول

author avatar
21 May 2018 - 18:49
په پلخمري کې له کتاب پلورنځيو د پوهنې وزارت اړوند زرګونه کتابونه راغونډ شول
author avatar
21 May 2018 - 18:49

پلخمري (پژواک ٣١ غويى ٩٧): د بغلان د ملي امنیت منسوبینو د پلخمري ښار کتاب پلورنځیو څخه د ښوونځيو هغه زرګونه ټوکه کتابونه چې په ناقانونه توګه پلورل کېدل، راغونډ او پر هغو زده کوونکو چې لا یې کتابونه نه دي ترلاسه کړي، وېشي.  

د بغلان ولایت د ملي امنیت منسوبینو د پلخمري ښار له کتاب پلورنځیو څخه د یاد ولایت د پوهنې او روزنې ریاست په همغږۍ راغونډ کړي زرګونه ټوکه کتابونه نن د پوهنې او روزنې ریاست استازو او د مدني فعالانو پر وړاندې خبریالانو ته وښودل.

د بغلان د پوهنې او روزنې ریاست د اسلامي تعلیماتو څانګې مسوول مولوي نقیب الله سجاد د غویي په ۳۱مه پژواک خبري اژانس ته وویل، د ملي امنیت منسوبینو پر مټ یې نن د بېلا بېلو ټولګیو زرګونه ټوکه کتابونه چې د ښار په کتابخانو کې پلورل کېدل، راغونډ او هغو زده کوونکو ته به چې لا یې کتابونه نه دي ترلاسه کړي، ورکړل شي.

نوموړى د ملي امنیت منسوبینو دغه ګام ستايي او زیاتوي چې د بغلان د پوهنې او روزنې ریاست هغه کارکوونکي چې د دغو کتابونو په پلور کې لاس لري، معلوم او د قانون منګولو ته به یې وسپاري.

دی د مکتب د کتابونو د کنټرول په برخه کې د پوهنې ریاست د مدیریت کمزورتیا مني او زیاتوي چې له پوهنې ریاست څخه کتابونه په قانوني توګه ویستل شوي، وروسته بیا وړاندې له دې چې  پر زده کوونکو ووېشل شي، پلورل شوي چې له قانونه سرغړونه او پوښتنه به یې وکړي.

د بغلان د اطلاعاتو او کلتور ريیسې شکریې اصیل خبریالانو ته د کتابونو د ښودلو پرمهال وویل: ((ملي امنیت منسوبینو له اتو زرو ډېر کتابونه چې پلورل یې منع دي، راغونډ کړي او دغه کار ځکه د ستایلو دی چې زموږ د هغو زده کوونکو اړتیا به پوره کړي چې لا یې هم  کتاب نه درلود.))

نوموړې وویل، د کتابونوله راغونډېدو سره  د دغه ناقانونه عمل تر سره کوونکو ته  باید سزا هم ورکړل شي.

په پلخمري ښار کې د فردوسي  په نوم  کتاب پلورونکي حفیظ الله  پژواک ته وویل: ((دغه د مکتب کتابونه یې له ناپېژاندو کسانو رانیولي او ډېری یې د مکتب کتاب په غوښتونکو پلورلي دي.))

ده وویل، ملامت ځکه نه دی چې دی د کتابونو سوداګر دی او دغه کتابونه یې  پټ  کړي  نه دي، ده هم له  نورو رانیولي او د خپلې ګټې لپاره یې پر نورو پلوري. 

هغه زیاته کړه، نن ورته د ملي امنیت منسوبینو له خوا په لیکلې توګه خبر ورکړل شو چې له دې ورسته به د مکتب کتابونو د پېر او پلور کار نه کوي او ده هم ژمنه وکړه چې له دې ورسته به د مکتب کتابونو راوړونکي ملي امنیت ته ورپېژني.

په پلخمري کې د مکتب زرګونه کتابونه په داسې حال کې راغونډیږي چې د روان تعلیمي کال په سر کې د پوهنې رئیس ژمنه کړې وه چې سږ کال به د دولتي ښوونځینو او زده کوونکو ټولې اړتیاوې پوره کوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.