ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

چارواکي: د حقاني شبکې د غړو په ګډون ۳۹ طالبان وژل شوي

چارواکي: د حقاني شبکې د غړو په ګډون ۳۹ طالبان وژل شوي

author avatar
21 May 2018 - 11:40
چارواکي: د حقاني شبکې د غړو په ګډون ۳۹ طالبان وژل شوي
author avatar
21 May 2018 - 11:40

ښرنه- لښکرګاه (پژواک، ٣١ غويى ٩٧): په پکتيکا او هلمند ولايتونو کې د افغان او امريکايي ځواکونو د عملياتو په ترڅ کې د حقاني شبکې د غړو په ګډون ٣٩ وسله وال طالبان وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان دي.

د پکتيکا د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال عبدالرووف مسعود د غويي په ٣١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره ورځ ناوخته امريکايي ځواکونو د سرروضې ولسوالۍ په حاجي ګل مېنه کې د حقاني شبکې پر مرکز هوايي بريدونه کړي دي.

د هغه په وينا، په دغو بريدونو کې د حقاني شبکې ٢٣ غړي وژل شوي او نهه موټرسايکلونه يې له منځه تللي دي.

مسعود زياته کړه چې په وژل شوو کې د سرروضې ولسوالۍ لپاره د حقاني شبکې پوځي مسوول سيد احمد مشهور پر نظامي هم وژل شوى دى.

دغه راز د سرروضې ولسوالۍ اوسېدونکي يارمحمد هم پژواک ته وويل چې په دې ولسوالۍ کې د حقاني شبکې پر مرکز هوايي بريد شوى دى.

هغه وايي چې په دغه بريد کې ١١ طالبان وژل شوي چې مهم قوماندان يې هم په کې شامل دی.

حقاني شبکې تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

دغه راز د يو بل خبر له مخې، په هلمند کې هم وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

په دغه ولايت کې د ۲۱۵ ميوند قول اردو مطبوعاتي مسوول جګړن عبدالقدير بهادرزي پژواک ته وويل چې تېره شپه افغان ځواکونو په موسى کلا، نادعلي او سنګين ولسواليو کې عمليات کړي دي.

هغه وايي چې په دې عملياتو کې نهه وسله وال طالبان وژل شوي او درې تنه نور ټپيان دي.

د نوموړي په وينا، په دې عملياتو کې د طالبانو پټنځايونه، وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دي.

دغه راز د هلمند د والي وياند عمر ځواک پژواک ته وويل چې تېره شپه طالبانو د ګرمسېر ولسوالۍ په خارې سيمه کې د پوليسو پر پوستې بريد کړى دى.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.