ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اعتراض کوونکي: که  غزني ولايت په څو حوزو ونه وېشل شي ټاکنو کې ګډون نه کوو

اعتراض کوونکي: که غزني ولايت په څو حوزو ونه وېشل شي ټاکنو کې ګډون نه کوو

author avatar
21 May 2018 - 15:28
اعتراض کوونکي: که  غزني ولايت په څو حوزو ونه وېشل شي ټاکنو کې ګډون نه کوو
author avatar
21 May 2018 - 15:28

غزني ښار (پژواک،٣١غويى٩٧): په غزني کې يو شمېر اعتراض کوونکي وايي چې د ټاکنو لپاره غزني ولايت بايد په څو کوچنيو حوزو و وېشل شي، که نه نو په ټاکنو کې ګډون نه کوي.

د ټاکنون پخواني قانون د نهمې مادې له مخې، د ولسي جرګې ټاکنو کې هر ولایت یوه ټاکنیزه حوزه وه؛ خو د ټاکنو نوي قانون د ۳۵مې مادې په ۲مه فقره کې راغلي چې د ټاکنیزو حوزو د ټاکنې او په کوچنیو حوزو یې د وېش لپاره کمېسیون، د ولسي جرګې او ولایتي شوراګانو ټاکنیزې حوزې داسې ټاکي چې د اساسي قانون د ۸۳مې مادې د څلورمې او شپږمې فقرې احکام په کې رعایت شي.

په یادو دوو فقرو کې راغلي چې د ولسي جرګې غړي د هرې حوزې نفوس په تناسب، د زیاتې کچې له مخې ۲۵۰ کسان دي او د ټاکنو په قانون کې دې داسې اقدامات تر سره شي چې ټاکنیز نظام د ټول ولس لپاره په عادلانه او عمومي ډول استازیتوب وکړي او د وګړو په تناسب دې، له هر ولایت څخه په اوسط ډول لږ تر لږه دوه ښځینه وکیلانې ولسي جرګې ته لار ومومي.

خو د ټاکنو خپلواک کمېسیون پرون اعلان وکړ چې د ولسي جرګې د ټاکنو لپاره، هر ولایت یوه ټاکنیزه حوزه ده.

له تېرې يوې مياشتې راهيسې يو شمېر کسانو د غزني د ولايت مقام مخې ته د اعتراض خېمه درولې او نن يې د يوې غونډې په ترڅ کې وويل چې د ټاکنو کمېسيون وروستۍ پرېکړه دوى ته د منلو نه ده.

د دې کسانو له ډلې څخه زين الدين بزاز وويل: ((د غزني خلکو له موږ سره ژمنه کړې چې که  ټاکنې حوزوي نه شي، دوى په ټاکنو کې ګډون نه کوي.))

ده زياته کړه، د ټاکنو کمېسيون وروستۍ پرېکړه دوى او د غزني خلکو ته د منلو وړ نه ده.

نوموړي پر حکومت نيوکه وکړه چې له تېرې يوې مياشتې راهيسې دوى دلته د اعتراض خېمه درولې، خو تر اوسه يې چا پوښتنه نه ده کړې.

دغه راز بل اعتراض کوونکي عبيدالله وويل چې په غزني کې بايد ټاکنې په حوزوي ډول ترسره شي.

ده زياته کړه: ((که حکومت زموږ پر وړاندې دومره بې غوري وکړي، نو بيا موږ هم مجبور يو چې د بل بيرغ لاندې ودرېږو او دا کار حتماً کوو.))

هغه ګواښ وکړ ترڅو چې ټاکنې حوزوي شوې نه وي، نه دوى په کې ګډون کوي او نه هم نورو ته د ګډون اجازه ورکوي.

يو شمېر نورو اعتراض کوونکو هم ورته څرګندونې وکړې.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.