ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تخار کې د ملي اردو سرتېرو څلور لاریون کوونکي ټپیان کړي

تخار کې د ملي اردو سرتېرو څلور لاریون کوونکي ټپیان کړي

author avatar
21 May 2018 - 14:53
تخار کې د ملي اردو سرتېرو څلور لاریون کوونکي ټپیان کړي
author avatar
21 May 2018 - 14:53

تالقان (پژواک، ٣١ غويى ٩٧): د تخار په خواجه بهاءالدين ولسوالۍ کې د ملي اردو ځواکونو پر لاريون کوونکو ډزې کړې چې له امله يې څلور کسان ټپيان شوي دي.

د خواجه بهاءالدين لسګونو اوسېدونکو نن د دې ولسوالۍ په شورتوغې سيمه کې له دې امله لاريون کړى و چې د سېلابونو له امله دوى ته د اوښتو زيانونو بدل حکومت نه دى ورکړى.

یادو لاريون کوونکو د خواجه بهاءالدين، ينګي کلا او درقد ولسواليو لويې لارې هم له مرکز تالقانو سره تړلې دي.

د لاريون کوونکو له ډلې اسدالله مومند پژواک خبري اژانس ته وويل: ((د سېلابونو له امله د خلکو کورونه وران شوي، فصلونه يې خراب شوي، موږ لاريون کړى چې حکومت دې موږ سره مرسته وکړي.))

ده زياته کړه، د لاريون له پيله يو ساعت وروسته د ملي اردو ځواکونو پر دوى ډزې کړې چې له امله يې پنځه تنه ټپيان شوي دي.

دغه راز بل لاريون کوونکي نجم الدين پژواک ته وويل: ((ملي اردو پر موږ ډزې کړې، زموږ کسان ټپيان شوي، څو چې د ملي اردو دغو سرتېرو ته سزا ورنه کړل شي، موږ دغه لاره نه خلاصوو.))

يو شمېر نورو لاريون کوونکو هم ورته څرګندونې وکړې او د خپلو غوښتنو پر عملي کېدو يې ټينګار وکړ.

بل لور ته د تخار چارواکي هم دغه پېښه تاييدوي.

د تخار د والي وياند سنت الله تيمور پژواک ته وويل چې د ملي اردو ځواکونو پر لاريون کوونکو ډزې کړې دي.

ده زياته کړه: ((د ملي اردو ځواکونو کتار له دې سيمې تېرېده چې لاريون کوونکو يې مخه بنده کړې وه، نو هغوى پرې ډزې کړې دي.))

د ده په وينا، په دې پېښه کې څلور لاريون کوونکي ټپيان شوي چې ولايتي روغتون ته انتقال شوي دي.

دى زياتوي، د يادې موضوع د څېړلو په خاطر يو پلاوى سيمې ته استول شوى دى.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.