ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د اروزګان والي د دغه ولایت له بشپړ امنیته ډاډ ورکړ

د اروزګان والي د دغه ولایت له بشپړ امنیته ډاډ ورکړ

author avatar
21 May 2018 - 12:51
د اروزګان والي د دغه ولایت له بشپړ امنیته ډاډ ورکړ
author avatar
21 May 2018 - 12:51

ترينکوټ (پژواک، ۳۱ غويى ۹۷): د اروزګان والي ادعا کوي چې دغه ولايت نور له امنيتي ګواښه وتلی او امنيتي ځواکونه توانېدلي چې د طالبانو د وروستیو بريدونو دفاع وکړي.

اسدالله سعيد دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې له تېرو څو اوونيو راهيسې طالبانو د دغه ولایت په خاص اروزګان او چورې ولسواليو ډله ييز بریدونه کړي او ګڼو امنيتي سرتېرو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

والي وايي، وسله والو طالبانو دغه ځل بيا غوښتل چې لومړی ولسوالۍ او وروسته مرکز ترينکوټ سقوط کړي او د جګړې رهبري هم د هغوی د پخواني مشر ملا عمر زوی ملا یعقوب پر غاړه درلوده.

سعيد زياتوي، دا چې اروزګان مرکزي ولایت دى او له يو شمېر نورو ولایتونو سره ګډه پوله لري، نو د خپل ستراتيژيک موقعیت په لرلو سره طالبان هر ځل هڅه کوي چې دغه ولايت ته سقوط ورکړي او له دې لارې پر نورو ولايتونو هم بريدونه ترسره کړي.

د هغه په وينا، په وروستيو بريدونو کې نه يوازې طالبان له ماتې سره مخ شوي، بلکې هغوی ته درنه مرګ ژوبله هم اوښتې چې په مړو او ټپیانو کې د هغوی قوماندانان هم شامل دي.

سعید پر مرکزي ادارې هم نيوکه وکړه چې دغه ولایت ته پاملرنه نه کوي او پر وخت ورته جنګي مهمات او اکمالات نه رسېږي.

والي څه موده مخکې کابل ته د خپل سفر پر مهال د دغه ولایت پر امنيتي او يو شمېر نورو برخو کې شته ستونزې ولسمشر او اجرائيه رييس سره شريکې کړې او هغوی ورته د همکارۍ ډاډ هم ورکړی دى.

د اروزګان والي يو ځل بيا پر طالبانو غږ وکړ چې له جګړې لاس واخلي او د سولې له پروسې سره يو ځای شي.

وسله والو طالبانو تر اوسه د والي د ادعاوو په اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.