ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د امنيتي ګواښونو له امله په جوماتونو کې د لمونځ کوونکو شمېر کم شوی”

“د امنيتي ګواښونو له امله په جوماتونو کې د لمونځ کوونکو شمېر کم شوی”

author avatar
21 May 2018 - 18:52
“د امنيتي ګواښونو له امله په جوماتونو کې د لمونځ کوونکو شمېر کم شوی”
author avatar
21 May 2018 - 18:52

کابل (پژواک، ۳۱ غويی ۹۷): د کابل يو شمېر اوسېدونکي وايي چې پر جوماتونو باندې د وسله والو مخالفينو د بريدونو او امنيتي ګواښونو له امله د پلازمېنې په جوماتونو کې د لمونځ کوونکو شمېر کم شوی دی.

د کابل ښار د ديارلسمې ناحيې یوه اوسېدونکي پژواک خبري اژانس ته وويل، د تېرو کلونو په پرتله د دې ناحيې په جوماتونو کې د لمونځ کوونکو شمېر کم شوی دی.

نوموړی وايي چې په جوماتونو ځانمرګي بريدونه، غلاوې او انسان تښتونې په جوماتونو کې د لمونځ کوونکو شمېر د کموالي لامل شوي.

هغه زياته کړه، حکومت مسوولیت لري چې د خلکو په ځانکړي ډول د جوماتونو امنيت خوندي کړي، غیر له هغه باید خلک په دې برخه کې اقدام وکړي.

د درېيمې ناحيې اړوند د څلورمې کارتې اوسېدونکي غضنفر مرادي پژواک ته وويل: “په جوماتونو کې د لمونځ کوونکو په ځانکړي ډول د تراويح لمونځ کوونکو کچه را ټيټه شوې ده، امنيتي ګواښونه او پر جوماتونو باندې حملې د دې شمېرې د کموالي لامل دي.”

هغه زياته کړه: ((په تېرو کلونو کې به په جوماتونو کې د لمونځ کوونکو شمېر ډېر و، ان خلکو به د جوماتونو پر بامونو لمونځ کاوه، خو اوس په جوماتونو کې وينو چې د لمونځ کوونکو شمېر ډېر کم دی.))

د مرادي په خبره، د هېواد په بېلابېلو برخو کې د دولت وسله والو مخالفینو له لوري پر جوماتونو بريدونه لامل شوي چې د لمونځ کوونکو شمېر کم شي.

د قومونو په چارو کې د ولسمشر سلاکار عبدالغفور لېوال ويلي چې په جوماتونو کې د لمونځ کوونکو د شمېر کمېدل د اندېښنې وړ خبره ده.

نوموړی د خپل فېسبوک په پاڼه ليکي چې له چاودنو د خلکو وېره د لمونځ کوونکو د کمېدو ستر لامل دی.

د باغ بالا په سيمه کې د يو جومات ملا امام مولوي حبيب الله وويل چې د لمونځ کوونکو د شمېر کمېدل ډېر لاملونه لري چې امنيتي ګواښونه او کلتوري يرغل يې په سر کې دي.

د هغه په وينا، يو شمېر کړۍ د بهرنيانو په ملاتړ پر مذهبي مسايلو د خلکو د باور په له منځه وړو کار کوي، همدارنګه د بهرنيانو په ملاتړ ترهګرې ډلې پر جوماتونو او سپېڅلو ځايونو باندې د چاودنو او بريدونو له لارې اسلامي ارزښتونه له منځه وړي.

د کابل ښار د يوه جومات خطيب مولوي عبدالله سديد وويل چې خلک د خپل امنيت په اړه ډېر اندېښمن دي او همدا اندېښنه د دې لامل شوې چې جومات ته د لمانځه ادا کولو په موخه کم کسان ولاړ شي.

نوموړي زياته کړه: “د جوماتونو په دننه کې ډله ييز، ترهګريز، ځانمرګي او بمي بريدونه د دې لامل شوي چې خلک په جوماتونو کې ځان ته د خطر احساس وکړي.”

مولوي سديد ټينګار وکړ چې حکومت دې دغې موضوع ته رسېدنه وکړي او زياته يې کړه: “د ځينو هېوادونو له خوا کلتوري يرغل په جوماتونو کې د خلکو د شتون په پيکه کېدو کې رول لري او که حکومت د دغو بريدونو او کلتوري یرغل په اړه په مسلکي ډول پلټنه وکړي، معلومه به شي چې په دې کارونو کې څوک رول لري.”

د کابل د امنيې قوماندانۍ وياند حشمت ستانکزي د دغو اندېښنو په ځواب کې وويل چې پوليس شپه او ورځ د خلکو د امنيت د تامين لپاره هڅه کوي.

نوموړي زياته کړه چې پوليس په همدې لړ کې امنيتي تدابير په ځانګړې توګه د روژې په مياشت کې د جوماتونو د امنيت ساتنې ته پام ډېر کړی او خلک په ډاډه زړه او له کومې وېرې پرته جوماتونو ته تلای شي.

په جوماتونو کې د لمونځ کوونکو پر نه شتون او د بريدونو او امنيتي ګواښونو د منفي اغېزو په اړه اندېښنې په داسې حال کې مطرح کېږي چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سياسي دفتر (يوناما) د تېر کال په لړم مياشت کې په يوه راپور کې په هېواد کې پر جوماتونو او مذهبي ځايونو د بريدونو د ډېرېدو خبر ورکړی و.

د دغه سازمان په خبره، د ۱۳۹۴کال له مرغومي میاشتې د ۱۳۹۶ کال تر لړم مياشتې پورې په افغانستان کې پر جوماتونو او مذهبي ځايونو ۴۲ بريدونه ثبت شوي چې له امله يې ۲۶۱ کسان وژل شوي او ۵۷۲ نور ټپيان وو.

Visits: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.