کابل (پژواک، ۳۱ غويی ۹۷): د ټاکنو خپلواک کمېسيون وايي چې په څه باندې يوه مياشت کې په ټول هېواد کې د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو ټاکنو کې د ګډون لپاره له دوه ميليون او ۳۰۰زره ډېرو کسانو خپل نومونه ليکلي دي.
د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو ټاکنې چې ټاکل شوې ده د تلې په ۲۸مه ترسره کېږي، د رايه ورکوونکو د نوم ليکنې بهير د روان کال د وري په ۲۵مه د ولايتونو په مرکزونو کې پيل شوی دی.
د ټاکنو کمېسيون د معلوماتو له مخې، د رايې ورکوونکود نوم ليکنې لومړۍ مرحله د ولايتونو په مرکزونو کې د وري له ۲۵ د غويي تر ۲۲مې، دويمه مرحله د غويي له ۲۵ مې بیا د غبرګولي تر ۷مې په ولسواليو او درېيمه پړاو د غبرګولي له ۷ مې بیا ۲۲ پورې په لرو پرتو سیمو کې ترسره کېږي.
خو د ملي شورا د يو شمېر غړو د غوښتنې پر اساس، د ټاکنوخپلواک کمېسيون د نوم ليکنې دغه بهير تر يوې مياشتې پورې وغځاوه.
د ټاکنو خپلواک کمېسيون د هغه خپاره شوي جدول له مخې چې یوه کاپي يې پژواک خبري ترلاسه کړې، د پرون ورځې تر سهاره "د غويي ۳۰ مه" د ولايتونو او ولسواليو په مرکزونو کې پر شرایطو برابر تر ۲ میلیون او دېرش زره ډېرو کسانو نوم لیکنه کړې ده.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، په تېرو ۳۶ ورځو کې د ۱۵۹۷۹۰۹ نارينه او ۶۶۸۲۰۰ ښځو په ګډون ټول ټال ۲۳۱۸۰۴۰ کسانو نوم ليکنه کړې ده.
د دغه لېست له مخې چې ۵۱۴۹۴ کوچيان او ۴۳۷ هندوان هم د نوم ليکنې په عمومي شمېر کې شامل دي.
دا په داسې حال کې ده چې پر تذکرو د سټېکر لګولو له امله د رايې ورکوونکو د نوم ليکنې په پروسه کې د خلکو پر وړاندې د امنيتي ګواښونو په اړه له اندېښنو وروسته ولسمشرۍ ماڼۍ اعلان وکړ، هغه کسان چې امنيتي ستونزې لري، د خپلو تذکرو پر کاپيو سټېکر لګولای شي، چې د ارګ د دې پرېکړې پر وړاندې په کمېسيون کې دننه او بهر منفي غبرګونونه راپورته شول.
بالاخره د ټاکنو خپلواک کمېسيون اعلان وکړ چې د کمېسيون غړو هوکړه کړې چې پر اصلي تذکرو دې سټېکر ولګول شي او هغه کسان چې امنيتي ستونزې لري، د تذکرو مثنا اخيستلای شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن