ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د نوم ليکونکو شمېر تر دوو ميليونو لوړ شو

د نوم ليکونکو شمېر تر دوو ميليونو لوړ شو

author avatar
21 May 2018 - 18:24
د نوم ليکونکو شمېر تر دوو ميليونو لوړ شو
author avatar
21 May 2018 - 18:24

کابل (پژواک، ۳۱ غويی ۹۷): د ټاکنو خپلواک کمېسيون وايي چې په څه باندې يوه مياشت کې په ټول هېواد کې د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو ټاکنو کې د ګډون لپاره له دوه ميليون او ۳۰۰زره ډېرو کسانو خپل نومونه ليکلي دي.

د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو ټاکنې چې ټاکل شوې ده د تلې په ۲۸مه ترسره کېږي، د رايه ورکوونکو د نوم ليکنې بهير د روان کال د وري په ۲۵مه د ولايتونو په مرکزونو کې پيل شوی دی.

د ټاکنو کمېسيون د معلوماتو له مخې، د رايې ورکوونکود نوم ليکنې لومړۍ  مرحله د ولايتونو په مرکزونو کې د وري له ۲۵ د غويي تر ۲۲مې، دويمه مرحله د غويي له ۲۵ مې بیا د غبرګولي تر ۷مې په ولسواليو او درېيمه پړاو د غبرګولي له ۷ مې بیا ۲۲ پورې په لرو پرتو سیمو کې ترسره کېږي.

خو د ملي شورا د يو شمېر غړو د غوښتنې پر اساس، د ټاکنوخپلواک کمېسيون د نوم ليکنې دغه بهير تر يوې مياشتې پورې وغځاوه.

د ټاکنو خپلواک کمېسيون د هغه خپاره شوي جدول له مخې چې یوه کاپي يې پژواک خبري ترلاسه کړې، د پرون ورځې تر سهاره "د غويي ۳۰ مه" د ولايتونو او ولسواليو په مرکزونو کې پر شرایطو برابر تر ۲ میلیون او دېرش زره ډېرو کسانو نوم لیکنه کړې ده.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، په تېرو ۳۶ ورځو کې د ۱۵۹۷۹۰۹ نارينه او ۶۶۸۲۰۰ ښځو په ګډون ټول ټال ۲۳۱۸۰۴۰ کسانو نوم ليکنه کړې ده.

د دغه لېست له مخې چې ۵۱۴۹۴ کوچيان او ۴۳۷ هندوان هم د نوم ليکنې په عمومي شمېر کې شامل دي.

دا په داسې حال کې ده چې پر تذکرو د سټېکر لګولو له امله د رايې ورکوونکو د نوم ليکنې په پروسه کې د خلکو پر وړاندې د امنيتي ګواښونو په اړه له اندېښنو وروسته ولسمشرۍ ماڼۍ اعلان وکړ، هغه کسان چې امنيتي ستونزې لري، د خپلو تذکرو پر کاپيو سټېکر لګولای شي، چې د ارګ د دې پرېکړې پر وړاندې په کمېسيون کې دننه او بهر منفي غبرګونونه راپورته شول.

بالاخره د ټاکنو خپلواک کمېسيون اعلان وکړ چې د کمېسيون غړو هوکړه کړې چې پر اصلي تذکرو دې سټېکر ولګول شي او هغه کسان چې امنيتي ستونزې لري، د تذکرو مثنا اخيستلای شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.