د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

سروې: تېرکال د کوکنارو کښت زياتوالى د نا مشروع اقتصاد د ودې او ناامنيو ډېرېدو لامل و

سروې: تېرکال د کوکنارو کښت زياتوالى د نا مشروع اقتصاد د ودې او ناامنيو ډېرېدو لامل و

May 21, 2018 - 16:40

کابل(پژواک،۳۱ غويی ۹۷): يوه سروې ښيي چې تېر کال افغانستان کې د قانون حاکميت د کمزورتيا، سياسي بې ثباتۍ، اداري فساد او ناامنيو له امله د کوکنارو د کښت ډېروالی د نا مشروع اقتصاد د ودې او ناامنيو د ډېرېدو لامل و.

 دغه راز د افغانستان له نشه يي توکو سره د مبارزې وزارت او افغانستان کې د ملګرو ملتونو د جرمونو او نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې ادارې (UNODC) د نشه يي توکو له اړخه، د اقتصادي او ټولنيزې تر سره شوې يادې سروې پايلې ښيي چې تېر کال په افغانستان کې د ترياکو د کښت، توليد او قاچاق له لارې تر ۶.۶ ميليارد ډالر تر لاسه شوي چې يوه برخه يې د دولت د وسله والو مخالفينو لاسته ورغلي او د هغوى جګړه ييز ماشين پر حرکت راوستى.

د پژواک د يو راپور له مخې، په افغانستان کې تېر کال د وړم په پرتله د کوکنارو کښت ٦٣ سلنه او د ترياکو توليد ٧٨ سلنه زيات شوى و.

د دغه راپور له مخې، تېر کال په ٣٢٨ زره هکتاره ځمکه کوکنار کرل شوي و او په هېواد کې د ترياکو د توليد کچه شاوخوا ٩٠٠٠ مټريک ټنو ته رسېدلې وه.

د افغانستان له نشه يي توکو سره د مبارزې وزارت د همغږۍ او پاليسۍ مرستيال جاوېد احمد قايم د ملګرو ملتونو د يادې ادارې له چاروکو سره نن په ګډه خبرې ناسته کې د سروې د پايلو د اعلان پر مهال وويل چې ياده سروې د هېواد په ۱۳۰۰ کليو کې له څلور زره بزګرانو او د کليو له ۱۳۰۰ مشرانو سره د مرکو له لارې تېر ميلادي کال تر سره شوې ده.

د ده په وينا، د سروې موندنې ښيي چې په ځينو سيمو کې د قانون د حاکميت کمزورتيا، سياسي بې ثباتي، د ناامنيو ډېروالی، پر ځينو سيمو د دولت د حاکميت نشتوالی او د اداري فساد شتون د دې لامل شوي چې تېر کال د ترياکو کښت ډېر شوى و.

دی وايي، د سروې د موندنو له مخې، د بزګرانو لپاره د کاري فرصتونو نشتوالی، د زده کړو کموالی، بازارونو ته د کرنيزو توکو لږ رسېدل او بزګرانو ته د مالي خدمتونو نشتوالی هم تېر کال د ترياکو د کښت د ډېروالي لاملونه وو.  

قايم وايي، د سروې پايلې ښيي چې تېر کال د ترياکو د کښت، توليد او قاچاق له لارې تر شپږ ميليارد ډالره ترلاسه شوي او د کوکنارو د کښت ډېروالی په افغانستان کې د نامشروع اقتصاد د ودې او په هېواد کې د ناامنيو د ډېروالي لامل شوی دی.

د هغه په وينا، د سروې ۴۶ سلنه ګډونوالو ويلي چې په دوامدار ډول ترياک کري، خو ۵۴ سلنه نورو ويلي چې يواځې تېر کال يې کوکنار کرلي دي.

د ده په وينا، هغه کسان چې په دوامدار ډول يې کوکنار کرلي، ويلي يې دي چې دغه پېسې يې د يو کال د ژوندانه ۵۷ سلنه لګښت پوره کوي او دغه پيسې د خوارکي توکو پر اخيستلو، د پورونو په پرې کولو او د کورنيو د غړو په درملنه لګوي.

خو د هغه د څرګندونو له، هغو کسانو چې نوې يې د ترياکو کښت ته مخه کړې، ويلي چې دغه کښت ته د مخې کولو مهم لامل يې درانه په تېر بيا د واده لګښتونه دي.

قايم وايي:"ډېرو کمو بزګرو بيا ويلي چې د نشه يي توکو هغه پيسې چې له لګښتونو څخه يې اضافه شوي، پر پانګونه لګولي، يا يې ځمکه پرې اخيستې او يا يې هم کرنيز توکي پرې رانيولي دي."

دی وايي، تېر کال د کوکنارو د کښت له پلوه نږدې ۳۵۴ زره کسانو ته بشپړ وخت کاري فرصت برابر شوی وو.

قايم وايي، د سروې پايلې ښيي چې تېر زېږديز کال ۶۸ سلنه ترياک پر ناامنو سيمو کې چې يا د حکومت تر کنټرول لاندې نه وې او يا هم جګړې په کې روانې وې، کرل شوي دي.

دی زياتوي، د دې تر څنګ د کوکنارو کښت په يادو سيمو کې د ناامنۍ د ډېروالي لامل شوى دى.

قايم وايي، د سروې د موندنو له مخې، ډېرو بزګرانو ويلي چې د ترياکو له وجې يې نا مسووله وسله والو ډلو ته ماليه ورکړې ده. 

هغه وويل:"د سروې له موندنو څرګندېږي چې د کوکنارو له کښت څخه د دولت وسله وال مخالفين پوره، پوره ګټه تر لاسه کوي او جګړه ييز ماشين پر حرکت راولي."

جاوېد احمد قايم وايي:"د دې سروې موندنې موږ ته را په ګوته کوي چې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې اوږد مهاله تګلارې ولرو او د هغې د پلي کېدو لپاره پيسې ولرو، تر څو له سياسي او تخنيکي پلوه يې په ښه ډول پلې کړی شو."

د ده په وينا، دا چې د هېواد په ګوټ، ګوټ کې د ترياکو د کښت لاملونه هم متفاوت دي؛ نو داسې تګلارې بايد جوړې شي چې د هرې سيمې لپاره مناسب اقدام په پام کې نيول شوى وي او تر څنګ يې بزګر غريب دي او اړينه ده چې له هغوی سره منظمې مالي مرستې وشي.

هغه زياتوي، دا چې هر کال امنيتي ځواکونه قاچاقبرانو ته تر۵۰۰ ميليون ډالرو زيان اړوي، خو د هغو پيسو پر وړاندې چې قاچاقبر يې ترلاسه کوي ډېرې کمې دي.

د ده د څرګندونو له مخې، له همدې امله ډېرو فعاليتونو ته اړتيا ده تر څو د کوکنارو ډېر کښتونه له منځه يوړل شي.

دی زياتوي، دې سروې ته په پام غواړي چې راتلونکى کال پر نشه يي توکو د روږدو کسانو درملنه، په دې اړه عامه پوهاوى، د معيشت بديل او نورې کړنې لا ډېرې او پياوړې کړي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د جرمونو او د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې ادارې (UNODC)مشر مارک کولهن (Mark Colhoun) هم په ياده خبري ناسته کې وويل چې په افغانستان کې تېر ميلادي کال د قانون د حاکميت کمزورتيا، سياسي بې ثباتي، ناامني او اداري فساد د کوکنارو کښت د ډېروالي لاملونه وو.

هغه وويل:"تېر کال په افغانستان کې د ترياکو د کښت، توليد او قاچاق له لارې له ۴.۱ تر ۶.۶ ميليارد ډالرو عوايد ترلاسه شوي چې دغه شمېره د افغانستان نږدې ۳۲ سلنه ناخالص عوايد جوړوي."

ده ونه ويل چې افغانستان کې څومره خلک ترياک کري، خو ويې ويل چې د ۲۰۱۱ کال په ترتله په ۲۰۱۷ کال کې د هغو بزګرانو شمېر ١١ سلنه ډېر شوى و چې کوکنار يې کرل.

د راپورونو له مخې، افغانستان کې سره له دې چې له نشه يي توکو سره د مبارزې په برخه کې په ميلياردونه ډالر لګول شوي،خو د ٢٠٠١ کال په پرتله په ٢٠١٧ کال کې د کوکنارو د کښت کچه ٤١ ځلې ډېره شوې ده. 

دغه راز دا مهال په هېواد کې درې عشاريه شپږ ميليون کسان چې د هېواد د ټول نفوس څه باندې ١٢ سلنه جوړوي، په نشه يي توکو روږدي دي.

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement