ايبک (پژواک، ۳۱ غويی ۹۷): په سمنګان کې يوه ۱۸کلن ځوان ځان زندۍ کړی چې په دې سره په ياد ولايت کې په تېره يوه نيمه مياشت کې د داسې پېښو شمېر تر اوو پورې رسېږي.
د سمنګان امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول دويم څارن منير رحيمي پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ياد ولايت د مرکز ايبک ښار د باغ ذخيرې سيمې اوسېدونکي ۱۸کلن صفي الله پرون ماښام د خپل کور په غوجله کې ځان د پړي په وسيله زندۍ کړی دی.
نوموړي وويل چې پوليس څېړنه کوي څو د دې پېښې لامل څرګند کړي چې دغه ځوان ځان وژنه کړې که د بل چا له لوري زندۍ شوی دی.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، د روان کال د حمل مياشتې له ۱۵مې نېټې تر دې مهاله د کورني تاوتريخوالي او بېوزلۍ له امله په دغه ولايت کې د زندۍ کولو په وسيله د ځان وژنې شپږ پېښې ثبت شوې دي.
د هغه په خبره، د لرغان ايبک اوسېدونکي يوه ۱۴ کلنه نجلۍ او يو ۱۷ کلن هلک، د صوف بالا یوه ۲۰ کلنه نجلۍ، د ايبک په سرکنده کلي کې يو ۲۰ کلن ځوان،د ايبک په کارته سبز سيمه کې ۱۳ ماشوم او د ايبک د دلخکي کلي يوه ۱۹ کلنه نجلۍ ځانوژنې په دغو شپږو پېښو کې شامل دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن