ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

” طالبانو د پکتیکا- غزني پر لاره خلکو ته ګڼې ستونزې جوړې کړې دي”

” طالبانو د پکتیکا- غزني پر لاره خلکو ته ګڼې ستونزې جوړې کړې دي”

author avatar
21 May 2018 - 13:24
” طالبانو د پکتیکا- غزني پر لاره خلکو ته ګڼې ستونزې جوړې کړې دي”
author avatar
21 May 2018 - 13:24

ښرنه (پژواک، ٣١ غويى ٩٧): وسله والو طالبانو د پکتيکا- غزني پر لويه لار د مسافرو د تګ راتګ لپاره يوه فرعي لار جوړه کړې خو خلک وايي چې طالبان په دې لاره دوى تلاشي کوي او ګمرک يې هم جوړ کړى دى.

شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې د امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ د غزني ولايت په اندړو ولسوالۍ کې جګړه پيل شوه چې له امله يې طالبانو د غزني- پکتيکا عمومي لار د ترافيکو پر مخ وتړله.

د پکتيکا په مرکز ښرنه کې د مدني ټولنې غړي اکبر راحيل د غويي په ٣١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د غزني په اندړو ولسوالۍ کې د جګړې له امله د پکتيکا- غزني لويه لار د خلکو پر مخ اوس هم تړلې ده.

هغه وايي: ((دا لار طالبانو تړلې خو خلکو ته يې بيا يوه فرعي لار جوړه کړې او که څوک په دې فرعې لار له تلو انکار وکړي طالبان پرې ډزې کوي او که په عمومي سړک له تلو انکار وکړي امنيتي سرتېري پرې ډزې کوي، نو خلک له سختو ستونزو سره مخ دي.))

دغه راز د مرکز ښرنې اوسېدونکي ښايسته خان پژواک ته وويل: ((څو ورځې وړاندې زه له خپلې کورنۍ سره پکتيکا ته راتلم، د ملي اردو عسکرو راته وويل چې په عمومي سړک لاړ شه، کله چې د خاني بابا سيمې ته ورسېدم، طالبانو را باندې بريد وکړ موږ ځانونه يو ځاى کې پټ کړل خو موټر مې شاوخوا ٧٥ مرمۍ لګېدلی دى.))

د هغه په وينا، تر ناوخته په دې سيمه کې وو چې بيا افغان ځواکونه راغلل او له کورنۍ سره يې وژغوره.

د دې لارې يوه موټر چلوونکي د نوم نه خپرولو په شرط پژواک ته وويل چې د اندړو ولسوالۍ له سلطان باغ څخه تر تاسنګ سيمې پورې په فرعي لار طالبان ولاړ دي او خلک تلاشي کوي.

ده وويل چې طالبانو د سلطان باغ په سيمه کې ګمرګ هم جوړ کړى او هره ورځ له لسګونو موټرو د ګمرک په نوم پيسې ترلاسه کوي.

هغه د نورو جزئياتو له ورکولو پرته وويل: ((طالبانو په دې سيمه کې له ما څخه هم څو ځلې پيسې اخيستې دي.))

دغه راز په ښرنه کې د ځوان خوځښت ټولنې مشر عبدالحق فقيرزاده هم پژواک ته وويل چې طالبانو پر دې لار ګمرک جوړ کړى دى.

ده ټينګار وکړ چې حکومت بايد د طالبانو د دغه شان کړنو مخه ونيسي.

پژواک د طالبانو د دغه ګمرک د محصول پاڼې يوه کاپي هم ترلاسه کړې ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.