ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

فراه کې د طالبانو يو قوماندان ووژل شو

فراه کې د طالبانو يو قوماندان ووژل شو

author avatar
21 May 2018 - 10:44
فراه کې د طالبانو يو قوماندان ووژل شو
author avatar
21 May 2018 - 10:44

فراه (پژواک، ٣١ غويى ٩٧): د فراه ولايت په پشترود ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو د يوې ډلې قوماندان مولوي خالد تېره ورځ په هوايي بريد کې وژل شوى دى.

د پشترود ولسوالۍ د "نهال دشت" سيمې اوسېدونکي حاجي ملا خان محمد پژواک خبري اژانس ته وويل چې مولوي خالد تېره ورځ له غرمې وروسته په "نهال دشت" سيمه کې په هوايي بريد کې ووژل شو.

د هغه د معلوماتو له مخې، مولوي خالد د فراه د مرکز د شمالګاه سيمې اصلي اوسېدونکى و، خو اوس په پشتردو کې اوسېده او هلته د طالبانو د ١٢ کسيزې ډلې قوماندان و او د طالبانو په منځ کې يې ډېر محبوبيت درلود.

د فراه د ولايتي شورا غړي دادالله قانع هم په هوايي بريد کې د مولوي خالد وژل کېدل تاييد کړل.

وسله والو طالبانو تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.