ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“نا مسوولو وسله والو د مزارشریف امنیت له جدي ګواښ سره مخ کړی”

“نا مسوولو وسله والو د مزارشریف امنیت له جدي ګواښ سره مخ کړی”

author avatar
21 May 2018 - 15:11
“نا مسوولو وسله والو د مزارشریف امنیت له جدي ګواښ سره مخ کړی”
author avatar
21 May 2018 - 15:11

مزارشريف (پژواک، ۳۱ غويی ۹۷): د بلخ ولايتي شورا غړي، مدني فعالان او عام اوسېدونکي وايي چې له سياسي ګوندونو سره تړاو لرونکو نا مسوولو وسله والو د مزارشريف ښار امنيت له ګواښ سره مخ کړی دی.

دوی وايي چې د بلخ د پخواني والي عطامحمد نور او ارګ تر منځ له سياسي کړکېچ وروسته مزارشريف ښار کې د نا مسوولو وسله والو شمېر ورځ تر بلې مخ په زياتېدو دی چې له امله د ښار امنيت کړکېچن شوی دی.

د بلخ د مدني ټولنو اتحاديې مشر حميد صفوت پژواک خبرى اژانس ته وويل چې له تېرو شپږو مياشتو د مزارشريف ښار امنيت د پخوا په نسبت کړکېچن دی.

نوموړی وايي، بېکاري، د نشه يي توکو قاچاق او د عطامحمد نور او ارګ تر منځ سياسي کړکېچ په مزارشريف ښار کې د نا امنۍ زياتېدو لپاره بستر جوړ کړ.

د هغه په وينا، په مزارشريف ښار کې غلاوې، قتلونه، وسه والې نښتې او اختطافونه زيات شوي چې لامل يې نا مسوول وسله وال دي او یاد وسله وال د همدغه ولايت په زورواکو پورې تړاو لري.

صفوت وويل، تمه وه چې په بلخ کې به له نويو ملکي او نظامي بدلونو سره د مزارشريف ښار امنيت بېرته پخواني حالت ته وګرځي، خو هغه اندېښنه وښوده چې لا هم ورځ تر بلې خرابېږي.

د مزارشريف عام اوسېدونکي هم د ښار د امنيت په تړاو اندېښمن دي.

د مزارشريف ښار د دويمې ناحيې اوسېدونکي غلام رسول پژواک ته وويل چې له تېرو څو مياشتو مزارشريف لکه بې سرپرسته کور داسې شوی دی.

نوموړي زياته کړه: ((څو ورځې وړاندې د شپې له خوا په ښار کې روان وم، يو موټر مې څنګ ته ودرېد، وسله وال ترې ښکته شول، ويې ډار کړم، په زوره يې تلاشي کړم او اته زره افغانۍ يې رانه واخيستې.))

د هغه په وينا، په رڼا ورځ په ښار کې نامسوول وسله وال پلي او موټرو کې ګرځي خو څوک يې مخه نه شي نيولی.

غلام رسول وايي چې د بلخ امنيتي مسوولين د غير مسوولو وسله والو د کړنو پر وړاندې بې وسه دي او د مخنيويي توان یې نه لري.

نوموړي زياته کړه، که چېرې له دغو وسله والو سره د سياسي ګوندونو ملاتړ نه وي نو هېڅ نه شي کولی.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.