ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

وسله والو په کندهار کې د ټاپي پروژې اړوند پنځه ماین پاکان وژلي

وسله والو په کندهار کې د ټاپي پروژې اړوند پنځه ماین پاکان وژلي

author avatar
21 May 2018 - 12:00
وسله والو په کندهار کې د ټاپي پروژې اړوند پنځه ماین پاکان وژلي
author avatar
21 May 2018 - 12:00

کندهار ښار (پژواک، ۳۱ غویی ۹۷): د کندهار په میوند ولسوالۍ کې وسله والو کسانو د ټاپي پروژې اړوند پنځه ماین پاکان وژلي او یو یې له ځان سره بيولی دی.

ځايي چارواکي وايي چې دغه پېښه نن سهار شاوخوا نهه بجې  د دې ولسوالۍ په ملنګ کارېز سیمه کې رامنځته شوې ده.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغو کسانو د AMBC په نوم موسسې سره د ټاپي پروژې اړوند د ماین پاکونې په برخه کې کار کاوه.

د یادې ادارې یوه سوپروایزر چې د پېښې عیني شاهد دی او نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، پژواک خبري اژانس ته وویل، دوی له څو ورځو راهیسې د میوند ولسوالۍ د ملنګ کارېز په ساحه کې د ټاپي پروژې اړوند د ماین پاکوونې په برخه کې کار کاوه.

هغه زیاته کړه، نن هم له معمول سره سم اته بجې کار ته تللي وو چې ناڅاپه پر موټرسایکلونو سپاره وسله وال راغلل او پر ماین پاکوونکو یې ډزې پیل کړې.

دی وايي، د وسله والو پر ډزو پنځه ماین پاکان ووژل شول، یو شمېر نور تر خپلو موټرو ځانونه ورسول او وتښتېدل خو وسله والو یو کس له ځان سره بیولی او معلومه نه ده چې وژلی یې دی او که ژوندی دی.

هغه زیاتوي، تر اوسه معلومه نه ده چې برید کوونکي وسله وال طالبان وو او که نور څوک.

سرچينې وویل، له پېښې سمدستي وروسته یې امنیتي ځواکونو ته خبر ورکړ او د جسدونو په لېږد کې یې ورسره مرسته کړې ده.

د کندهار د والي ویاند داود احمدي پژواک خبري اژانس ته پېښه تایید کړه او ویې ویل چې وژل شوي کسان د ټاپي پروژې اړوند ماین پاکوونکي او سروې کوونکي وو.

هغه زیاته کړه، دغه ګروپ تېره ورځ د میوند ولسوالۍ له نظامي او ملکي ارګانونو سره د خپل کار په اړه لیدلي وو او ویلي یې وو چې وسله وال مخالفین ورسره ستونزه نه لري او هغوی اړ نه دي چې د دوی امنیت وساتي.

دی وايي، اوسمهال امنیتي ارګانونو په دې اړه پلټنه پیل کړې څو معلومه کړي چې دغه بريد چا ترسره کړی دی.

د کندهار د امنیې قومانداني ویاند ضیا درانی بیا وايي چې دغه برید وسله والو طالبانو په داسې حال کې ترسره کړی چې ویلي یې وو د ټاپي پروژې پر وړاندې خنډ نه جوړوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.