د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

چارواکي: د حقاني شبکې د غړو په ګډون ۳۹ طالبان وژل شوي

چارواکي: د حقاني شبکې د غړو په ګډون ۳۹ طالبان وژل شوي

May 21, 2018 - 11:40

ښرنه- لښکرګاه (پژواک، ٣١ غويى ٩٧): په پکتيکا او هلمند ولايتونو کې د افغان او امريکايي ځواکونو د عملياتو په ترڅ کې د حقاني شبکې د غړو په ګډون ٣٩ وسله وال طالبان وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان دي.

د پکتيکا د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال عبدالرووف مسعود د غويي په ٣١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره ورځ ناوخته امريکايي ځواکونو د سرروضې ولسوالۍ په حاجي ګل مېنه کې د حقاني شبکې پر مرکز هوايي بريدونه کړي دي.

د هغه په وينا، په دغو بريدونو کې د حقاني شبکې ٢٣ غړي وژل شوي او نهه موټرسايکلونه يې له منځه تللي دي.

مسعود زياته کړه چې په وژل شوو کې د سرروضې ولسوالۍ لپاره د حقاني شبکې پوځي مسوول سيد احمد مشهور پر نظامي هم وژل شوى دى.

دغه راز د سرروضې ولسوالۍ اوسېدونکي يارمحمد هم پژواک ته وويل چې په دې ولسوالۍ کې د حقاني شبکې پر مرکز هوايي بريد شوى دى.

هغه وايي چې په دغه بريد کې ١١ طالبان وژل شوي چې مهم قوماندان يې هم په کې شامل دی.

حقاني شبکې تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

دغه راز د يو بل خبر له مخې، په هلمند کې هم وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

په دغه ولايت کې د ۲۱۵ ميوند قول اردو مطبوعاتي مسوول جګړن عبدالقدير بهادرزي پژواک ته وويل چې تېره شپه افغان ځواکونو په موسى کلا، نادعلي او سنګين ولسواليو کې عمليات کړي دي.

هغه وايي چې په دې عملياتو کې نهه وسله وال طالبان وژل شوي او درې تنه نور ټپيان دي.

د نوموړي په وينا، په دې عملياتو کې د طالبانو پټنځايونه، وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دي.

دغه راز د هلمند د والي وياند عمر ځواک پژواک ته وويل چې تېره شپه طالبانو د ګرمسېر ولسوالۍ په خارې سيمه کې د پوليسو پر پوستې بريد کړى دى.

هغه وايي چې په دغه بريد کې دوه پوليس او شپږ طالبان وژل شوي او دوه پوليس او ګڼ شمېر نور طالبان ټپيان شوي دي.

بل لور ته طالبانو تر اوسه د موسى کلا، سنګين او نادعلي ولسوالیو کې د پېښو په اړه څه نه دي ويلي خو د دې ډلې وياند قاري يوسف احمدي د ګرمسېر په اړه وايي چې په دې جګړه کې اته پوليس وژل شوي دي.

د يادونې ده، هلمند د افغانستان تر ټولو نا امن ولايت دى چې دا مهال يې د شپږو ولسواليو کنټرول له وسله والو طالبانو سره دى.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement