ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د مشرانو جرګې ځينو غړو د غزني امنيتي وضعيت په اړه اندېښنه په ډاګه کړه

د مشرانو جرګې ځينو غړو د غزني امنيتي وضعيت په اړه اندېښنه په ډاګه کړه

author avatar
22 May 2018 - 16:15
د مشرانو جرګې ځينو غړو د غزني امنيتي وضعيت په اړه اندېښنه په ډاګه کړه
author avatar
22 May 2018 - 16:15

کابل(پژواک،د غبرګولي لومړۍ نېټه۹۷): د مشرانو جرګې ځينې غړي د غزني ولايت په درېيو ولسواليو کې د امنيتي وضعيت په اړه د سختې اندېښنې په څرګندولو سره د ټاکنو له کمېسيون څخه وغوښتل چې په يادو ولسواليو کې دې د رايې ور کوونکو د نوم ليکنې وخت تمديد کړي.

د راپورونو له مخې، ددولت وسله والو مخالفينو تېره شپه پر جغتو، ده يک او قره باغ ولسواليو بريدونه کړي او په نښتو کې د ده يک ولسوالۍ د امنيې قوماندان په ګډون ۱۲ملي پوليس وژل شوي دي.

طالبان ادعا کوي چې دده يک ولسوالي يې نيولې، خو ځايي چارواکو د وسله والو طالبانو دغه ادعا ردکړې ده.

د مشرانو جرګې په نننۍ ناسته کې د ځينو ولايتونو په ځانګړې توګه غزني د امنيتي وضعيت په اړه بحث وشو.

په دغه جرګه کې د غزني د خلکو استازي محمد رحيم حسنيار وويل:" ددولت وسله والو مخالفينو د جغتو ولسوالي نيولې ده، د ده يک او اجرستان ولسوالۍ د سقوط په حال کې دي او د غزني وضعيت خراب دی. "

نوموړي زياته کړه:" که  جدي پاملرنه ونه شي، د غزني مرکز او نورې ولسوالۍ به هم د وسله والو مخالفينو له خوا ونيول شي."

د مشرانو جرګې يو شمېر نورو غړو هم وويل چې د غزني او د هېواد د ځينو نورو سيمو امنيتي وضعيت د اندېښنې وړ دی او امنيتي ارګانونه بايد په دې اړه جدي اقدامات وکړي.

د مشرانو جرګې رييس فضل هادي مسلميار هم په هېواد کې د امنيتي وضعيت په اړه اندېښنه په ډاګه کړه او امنيتي چارواکو ته په خطاب کې يې وويل:" د سناتورانو اندېښنې پرځای دي، تر ګواښ لاندې سيمو ته دې ژر تر ژره تازه دمه ځواکونه واستول شي."

نوموړي په افغانستان کې پر مېشتو بهرنيو ځواکونو نيوکه وکړه او ويې ويل چې دغه ځواکونه بايد له افغان دولت سره د خپلو کړو ژمنو له مخې، د امنيتي ځواکونو پر تجهيزولو سربېره، له افغان ځواکونو څخه د جګړې په ډګر کې هم ملاتړ وکړي.

د ولسواليو په مرکزونو کې د رايه ور کوونکو  نوم ليکنه

د ټاکنو خپلواک کمېسيون پخوا ويلي و چې د رايې ور کوونکو د نوم ليکنې لومړۍ پړاو د وري له ۲۵مې د غويي تر ۲۲مې د ولايتونو په مرکزونو، دويم پړاو د غويي له ۲۵مې د غبرګولي تر اوومې په ولسواليو کې او درېيم پړاو د غبرګولي له اوومې د همدې مياشتې تر ۲۲مې پورې په کليو او لرې پرتو سيمو کې ترسره کېږي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.