ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کندهار ښار کې د موټر بم چاودنه شوې

په کندهار ښار کې د موټر بم چاودنه شوې

author avatar
22 May 2018 - 13:25
په کندهار ښار کې د موټر بم چاودنه شوې
author avatar
22 May 2018 - 13:25

کندهار ښار (پژواک، د غبرګولي لومړۍ نېټه ٩٧) : په کندهار ښار کې د موټر بم چاودنه شوې چې له امله يې يو شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

ددې ولايت امنيتي سرچينې وايي چې دا چاودنه نن د غبرګولي په لومړۍ نېټه، تر غرمې وروسته په شاوخوا يوه بجه د ١٤ مې حوزې اړونده د حضرت جي بابا په سيمه کې شوې ده.

امنيتي سرچينې وايي، چاودنه د هغه موټر بم له امله شوې ده چې د ملي امنيت د ځواکونو له خوا کشف شوی و، خو مخکې له دې چې شنډ کړای شي، چاودنه يې کړې ده.

د کندهار د ميرويس روغتون سرچينې وايي چې دوى ته له پېښې تر ٢٠ زيات مړي او ټپيان ور وړل وشي دي.

په دې اړه به نور معلومات وروسته خپاره شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.