واشنګټن (پژواک، د غبرګولي لومړۍ نېـټه ٩٧): د امريکا د بهرنيو چارو وزير وايي چې ايران له افغان طالبانو سره د مرستې تر څنګ دغه هېواد اوس هم د القاعدې لپاره خوندي سيمه ده.
د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو دغه څرګندونې په واشنګټن کې د ايران په اړه د نوې تګلارې اعلانولو پر مهال په ډېر جدي انداز وکړې او ګواښ يې وکړ چې پر دغه هېواد به داسې بنديزونه ولګوي چې بيا ترې وتل ګران وي.
د يادونې ده، د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ څو ورځې مخکې د اټومي وسلو په اړه له ايران سره له شوي تړونه د وتلو اعلان وکړ چې له هغې وروسته د دواړو هېوادونو تر منځ لفظي شخړو زور اخيستى دى.
د امريکا د بهرنيو چارو وزير ادعا کړې ده چې له کلونو راهيسې ايران لومړۍ درجه هېواد دى چې په دولتي کچه له ترهګرو ډلو ملاتړ کوي.
هغه زياته کړې چې د القاعدې مهم مشران اوس هم په ايران کې پټ دي او دغه هېواد نه غواړي چې دا کسان محکمې ته وړاندې کړي.
نوموړي د ايران خلکو ته ويلي چې دولت يې د القاعدې، طالبانو، حماس او حزب الله له ترهګرو ډلو سره اړيکې لري او مرستې ورسره کوي.
د امريکا د بهرنيو چارو وزير د اټومي وسلو او ميزايل پروګرام د له منځه وړو تر څنګ له ايرانه ١٢ غوښتنې هم کړې دي.
مايک پومپيو ويلي چې ايران په افغانستان کې له طالبانو سره د وسلو تر څنګ مالي مرستې هم کوي او په دغه هېواد کې تاوتريخوالي ته لمن وهي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن