ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مراد علي مراد: دا مهال د افغانستان پوليس په ډېر بد حالت کې دي

مراد علي مراد: دا مهال د افغانستان پوليس په ډېر بد حالت کې دي

author avatar
22 May 2018 - 16:02
مراد علي مراد: دا مهال د افغانستان پوليس په ډېر بد حالت کې دي
author avatar
22 May 2018 - 16:02

کابل (پژواک دغبرګولي لومړۍ نېټه، ۹۷):د کورنيو چارو وزارت پخوانى امنيتي مرستيال وايي، په ځينو سيمو کې  پوليس په بد حالت کې دي او اعاشه نه ورسېږي، خو نوی امنيتي مرستيال وايي چې د پوليسو د ستونزو لرې کولو ته يې ملا تړلې ده.

د کورنيو چارو وزير بيا وايي چې ځينې کسان په دغه وزارت کې په واسطو ګومارل شوي، خو زياتوي چې د ناقانونه کړنو پر وړاندې به قانوني ګامونه پورته کړي.

لوی پاسوال اخترمحمد ابراهيمي د کورنيو چارو وزارت په وړانديز او د ولسمشر په منظورۍ د دغه وزارت د امنيتي چارو د مرستيال په توګه ګومارل شوى او نن د ياد وزارت کارکوونکو ته وروپېژندل شو.

تردې وړاندې سترپاسوال مراد علي مراد پر  دغه څوکۍ کار کاوه او اخترمحمد ابراهيمي د ولسمشرۍ ماڼۍ د ځانګړي ځواک قوماندان و.

مراد علي مراد د کورنيو چارو وزارت کارکوونکو ته د ابراهيمي د ورپېژندلو په مناسبت جوړه شوې ناست کې وويل، د ده پر ځاى يو تکړه جنرال پر دنده ګومارل شوى او دى به د هېواد د يو سرتېري په توګه د خپل هېواد او خپلو خلکو په چوپړ کې وي.

هغه وايي چې دا مهال د افغانستان پوليس په ډېر بد حالت کې دي.  

هغه وويل:" دا مهال زموږ سرتېري په خوست، اروزګان، دايکنډي، غزني او څو نورو ولايتونو کې اعاشه نه لري، موږ څنګه افتخار وکړو چې موږ  اتلان يو؛ متاسفانه موږ کار ونه شو کړی."

دى زياتوي:" زه خجالت باسم چې لس مياشتې مې د کورنيو چارو وزارت  د امنيتي مرستيال په توګه دنده ترسره کړه، خو د خپلو سرتېرو ګېډه مې مړه نه شوای کړی."

ده د ياد وزارت د امنيتي چارو له نوي مرستيال څخه وغوښتل چې د پوليسو د ژغورنې او ملاتړ لپاره له خپلو ټولو امکاناتو ګټه پورته کړي او د پوليسو د وړتياوو د لوړوالي لپاره کار وکړي.

د کورنيو چارو وزارت د امنيتي چارو نوي مرستيال لوی پاسوال اخترمحمد ابراهيمي وويل، چې ملي ګټو ته په پام او د اساسي قانون په رڼا کې به د هېواد له خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتيا ساتنه کوي او د کورنيو چارو وزارت د پوليسو مسلکي روزنې ته به لومړيتوب ورکړي.

ده پر سالم مديريت، اړينو اصلاحاتو، مکافاتو او مجازاتو ټينګار وکړ او ويې ويل چې د پوليسو معيشتي وضعيت او پر وسله سمبالتيا ته به جدي پاملرنه وکړي.

ابراهيمي زياتوي:"د کورنيو چارو په وزارت کې له شک پرته ناخوالې او ستونزې ډېرې دي، په ډېر احترام او ادب سره که خبره مې ستوغه هم وي مخکې له مخکې بښنه غواړم؛ د دې ټولو ناخوالو په سر کې اداري فساد، کار اهل کار ته نه سپارل، لوړ تلفات او د ولس عدم اعتماد په سر کې راځي."

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.