ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په هرات کې  ۹ پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې

په هرات کې ۹ پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
22 May 2018 - 13:47
په هرات کې  ۹ پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
22 May 2018 - 13:47

هرات (پژواک، دغبرګولي لومړۍ نېټه ۹۷): د هرات ولایت ځايي سرچينې وايي چې د دغه ولايت د زاړه کشک ولسوالۍ اړوند پر يوه امنيتي پوسته د طالبانو بريد کې دوه پوليس وژل شوي او ۷ نور ټپيان دي.

د زاړه کشک ولسوال لعل محمد عمرزوی پژواک خبري اژانس ته وویل چې تېره شپه ۲ بجې د دې ولسوالۍ د "درزک"پر امنيتي پوسته طالبانو بريد وکړ.

د هغه په خبره، جګړې یونيم ساعت دوام درلود چې په پايله کې یې ۷ پوليس ټپیان او ۲ نور وژل شوي، د ټپیانو روغتیايي حالت د ډاډ وړ دی.

نوموړي زياته کړه چې د مرګ ژوبلې د کموالي په موخه دوی شا تګ کړی  او طالبان د مرستندوی  ځواکونو تر رسېدو وړاندې پوستې ته ننوتلي او یو شمېر وسلې یې له ځان سره وړې دي.

د هرات د پوليسو وياند عبدالاحد ولي زاده د دې پېښې پخلي کړی او وایي له څېړنو وروسته به په دې اړه رسنيو ته نور معلومات ورکړي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د درزک سيمه د زاړه کشک له ولسوالۍ ۲۰ کیلومتره لرې په داسې سیمه کې پرته ده چې ډېرې سختې لارې لري.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.