ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د جلال اباد ښار د امنيت ټينګښت په موخه د ګارنيزون ګډه قطعه رامنځته کېږي

د جلال اباد ښار د امنيت ټينګښت په موخه د ګارنيزون ګډه قطعه رامنځته کېږي

author avatar
23 May 2018 - 11:56
د جلال اباد ښار د امنيت ټينګښت په موخه د ګارنيزون ګډه قطعه رامنځته کېږي
author avatar
23 May 2018 - 11:56

جلال اباد (پژواک، ۲ غبرګولی ۹۷): د ننګرهار ولايت نظامي شورا پرېکړه کړې چې د دغه ولایت د مرکز جلال اباد ښار د امنيت ټيګښت لپاره به د ملي اردو ځواکونو په مشرۍ د ګارنيزون ګډه قطعه جوړه شي.

د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي د غبرګولي په ۲مه پژواک اژانس ته وويل، د نظامي شورا غونډه چې پرون په ولايت مقام کې جوړه شوې وه، په کې د ننګرهار پر والي سربېره امنيه قوماندان، د ملي امنيت رييس، د ملي اردو څلورمې لوا، سرحدي ځواکونو او د عامه نظم ځواکونو قوماندانانو، د پوليسو او ملي امنیت د حوزو امرينو او يو شمېر نورو ګډون کړی و.

هغه زياته کړه، د والي حیات الله حيات د ګارنيزون ګډې قطعې د رامنځته کېدو موخه په جلال اباد ښار کې له ټولو نا قانونه کړنو مخنیوی دی چې د جوړ شوي طرزالعمل له مخې به په بېلابېلو برخو کې د قانون د حاکمیت په موخه د هېڅ ډول اړیکو د نه پاللو په ترڅ کې اقدامات ترسره کړي .

د خوږياڼي په وينا، د ګارنیزون قطعې رهبري به د ملي اردو ځواکونو پرغاړه وي او د نورو تر څنګ به نظامي شورا د رهبرۍ له لوري په مستقیم ډول پر دندو ګومارل کېږي .

د والي وياند وايي، ټاکل شوې چې د ګارنیزون ګډه قطعه ډېر ژر جوړه او په رسمي ډول د جوړ شوي طرزالعمل له مخې په جلال اباد ښار کې پر دنده پیل وکړي.

په همدې حال کې د ننګرهار ولايتي شورا او مدني فعالان د يادې قطعې رامنځته کېدل د امنيت د ټينګښت لپاره ښه اقدام ګڼي او وايي، دغه قطعه به د مجرمينو د نيول کېدو پر مهال د واسطو لړۍ ختمه کړي.

د ولايتي شورا غړي اسرارالله مراد پژواک ته وويل چې د ګارنيزيون قطعې رامنځته کېدل په جلال اباد ښار کې تر شته ګډ نظامي کمېسيونه پر دې غوره دي چې پلان او قومانده به يې يو وي.

دغه راز مدني فعال او د نظر خاوند اسد الله لاروی هم وايي چې د ملي اردو او ګارنيزيون ځواکونه تر ډېره خپله دنده په ښه توګه ترسره کوي او د خلکو په زړونو کې محبوبيت لري.

نوموړي پژواک ته وويل، که دغه قطعه رامنځته شي نو هم به ورسره امنيت ښه شي او هم به مجرمين بېرته نه خوشې کېږي.

د يادولو ده، اوسمهال د جلال اباد ښار د امنيت د تامين لپاره د ګډو افغان امنيتي ځواکونو کمېسيون د تلاشۍ او نورې چارې مخې ته وړي چې تر ډېره د خلکو له شکايتونو سره مخ دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.