ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د خوست د صبریو یعقوبیو  ولسوالۍ خلکو د نوم لیکنې پروسې سره پرېکون کړی

د خوست د صبریو یعقوبیو ولسوالۍ خلکو د نوم لیکنې پروسې سره پرېکون کړی

author avatar
23 May 2018 - 11:58
د خوست د صبریو یعقوبیو  ولسوالۍ خلکو د نوم لیکنې پروسې سره پرېکون کړی
author avatar
23 May 2018 - 11:58

خوست ښار (پژواک، ۲ غبرګولی ۹۷): د خوست د صبريو او يعقوبيو ولسوالۍ اوسېدونکو د تذکرو د وېش د ځينو مامورينو د ناوړه چلند له امله د نوم ليکنې له مرکزونو سره پرېکون کړی دی.

د دې ولسوالۍ قومي مشران وايي، هغه مامورين چې ناوړه چلند کوي، که له دندو لرې او يا تبديل نه شي، نه يوازې تذکرې نه اخلي، بلکې په راتلونکو ټاکنو کې به د نه ګډون پرېکړه هم وکړي.

د يادې ولسوالۍ قومي مشر حاجي نور بادشاه پژواک اژانس ته وويل، داسې ښکاري چې د تذکرو د وېش ځيني مامورين د چا په اشاره نه غواړي چې په دې ولسوالۍ کې د نوم ليکنې پروسه ښه پر مخ ولاړه شي.

هغه زياته کړه: ((څلور ورځې کېږي چې موږ نوم ليکنه بنده کړې ده. مامورين کله کله پر پوليسو خلک وهي، خلکو ته په ښه زړه تذکرې نه ورکوي او زيږ چلند کوي. داسې ښکاري چې په لوی لاس خلک له ټاکنو محروموي او له حکومته يې نفرت پيدا کوي.))

د يادې ولسوالۍ يوه اوسېدونکي عبدالقيوم ځلاند پژواک اژانس ته وويل چې قومي مشرانو ياده ستونزه د صبريو او يعقوبيو له ولسوال محمد اکبر ځدراڼ او د خوست له والي حکم خان حبيبي سره هم شريکه کړې خو تر اوسه نه ده هواره شوې.

هغه زياته کړه چې د کوچيانو د نوم ليکنې له مرکز پرته په ياده ولسوالۍ کې د نوم ليکنې هېڅ مرکز ته خلک تر هغه نه ورځي څو چې د تذکرو وېش ناوړه چلند کوونکي مامورين نه وي تبديل شوي.

په ورته وخت کې د صبريو او يعقوبيو ولسوال محمد اکبر ځدراڼ پژواک اژانس ته وويل چې په دوو مرکزونو کې د تذکرو له مامورينو سره خلکو څه ستونزه لرله خو اوس موضوع هواره شوې ده.

خو د خوست ولايتي شورا غړي قمرعلي لکڼوال د قومي مشرانو په حواله وويل چې په ياده ولسوالۍ کې يواځې درې مرکزونه پرانيستي دي او نورو ته د تذکرو د وېش د يوه مدير له لوري د ناوړه چلند پر بنسټ خلک نه ورځي.

نوموړي زياته کړه: ((خلک وايي چې په دې ولسوالۍ کې د تذکرو د وېش د مدير له لوري له خلکو سره د ناوړه چلند له کبله دوی پرېکون کړی دی. دوی وايي چې موضوع له چارواکو سره شريکه شوې ده.))

د دې تر څنګ د يادې ولسوالۍ يوه بل اوسېدونکي محمد نسيم (مستعار نوم) پژواک اژانس ته وويل چې ځيني مامورين له ښوونځي فارغو شوو زده کوونکو ته په تذکره کې ۱۵ کاله عمر ليکي.

نوموړي زياته کړه چې د رايې ورکوونکو د نوم ليکنې مرکزونو ته د خلکو د نه تګ يو لامل همدا هم دی خو ولسوال محمد اکبر ځدراڼ دا خبرې نه تاييدوي.

په ورته وخت کې د خوست د والي وياند طالب منګل پژواک اژانس ته وويل چې په صبريو او يعقوبيو ولسوالۍ کې د خلکو له لوري د نوم ليکنې له پروسې سره د پرېکون کوم خبر نه لري.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.