ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندهار ښار د پرونۍ پېښې د مرګ ژوبلې شمېره لوړه شوه

د کندهار ښار د پرونۍ پېښې د مرګ ژوبلې شمېره لوړه شوه

author avatar
23 May 2018 - 15:35
د کندهار ښار د پرونۍ پېښې د مرګ ژوبلې شمېره لوړه شوه
author avatar
23 May 2018 - 15:35

کندهار (پژواک، ۲ غبرګولی ۹۷): چارواکي وايي چې د کندهار ښار په پرونۍ پېښه کې ۲۱ تنه وژل شوي او ۴۱ نور ټپيان شوي دي.

بل خوا د پېښې په ځای کې اوس هم پلټنې روانې دي، ویل کېږي چې یو شمېر کسان ورک دي او کېدای شي تر نړېدلو ودانیو لاندې وي.

تېره ورځ له غرمې وروسته شاوخوا يوه بجه د کندهار ښار د ١٤مې حوزې اړوند د فابریکې په سرای کې زوروره چاودنه وشوه.

د ملي امنیت منسوبینو او پولیسو په دغه ساحه کې په دوو کانټينرونو کې چاودېدونکي توکي کشف کړي وو چې يو کانټينر یې شنډ کړى و او د بل په شنډولو بوخت وو چې چاودنه یې وکړه.

د کندهار د میرویس روغتون مسوولین وايي، د پېښې له ځایه ۲۱ جسدونه او ۴۱ ټپیان وروړل شوي چې ملکي او نظامي وګړي په کې شامل دي.

د دغه روغتون مشر ډاکټر نعمت الله د غبرګولي په ٢مه، پژواک خبري اژانس ته وویل، د ټپیانو درملنه روانه ده او د ډېرو روغتيايي حالت مخ په ښه کېدو دی.

د کندهار د والي ویاند داوود احمدي وايي چې نن هم د پېښې ځای کې پلټنې روانې دي او کېدای شي تر نړېدلو ودانیو لاندې جسدونه پاتې وي.

خو هغه زیاته کړه چې تر دې مهاله د مړو او ټپیانو په شمېر کې ډېروالی نه دی راغلی.

نوموړی هغه څرګندونې رد کړې چې ګواکې د چاودېدونکو توکو د کشف او شنډولو پر مهال سیمه نه ده تخلیه شوې، او وايي نه یوازې دا چې امنیتي ځواکونو سیمه تخلیه کړې، بلکې پر عمومي سړک یې تګ راتګ هم درولی و.

د همدې سیمې د موټرو د ورکشاپ یوه کارکوونکي محمد رحیم پژواک خبري اژانس ته وویل، نن هم د پېښې ځای د امنیتي ځواکونو له خوا کلابند دی او هلته پلټنې روانې دي.

ده وویل، تېره ورځ د چاودنې ځای ته څېرمه په خپل دوکان کې و او دومره زوروره چاودنه وه چې ګڼ شمېر دوکاونونه، ودانۍ او موټر یې ویجاړ کړل.

دی وايي، ډېرى کسان اوس هم ورک دي چې امنیتي ځواکونه یې په لټولو بوخت دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.