ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

طالبانو په اجرستان کې  ١٥ امنيتي سرتېري ژوندي نيولي دي

طالبانو په اجرستان کې ١٥ امنيتي سرتېري ژوندي نيولي دي

author avatar
23 May 2018 - 14:45
طالبانو په اجرستان کې  ١٥ امنيتي سرتېري ژوندي نيولي دي
author avatar
23 May 2018 - 14:45

غزني ښار(پژواک،٢غبرګولى٩٧): د غزني امنيه قوماندان وايي چې وسله والو طالبانو له اجرستان ولسوالۍ څخه ١٥ امنيتي سرتېري له ځانه سره بيولي چې د خلاصون لپاره يې هلې ځلې پيل شوې دي.

د غزني امنيه قوماندان سمونوال فريد احمد مشعل د غبرګولي په دويمه د يوې خبري غونډې په ترڅ کې وويل چې له تېرو څو ورځو راهيسې په اجرستان ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ سختې جګړې روانې دي.

هغه وايي چې د دې جګړو په لړ کې طالبانو ١٥ امنيتي سرتېري له ځانه سره بيولي چې د قومي مشرانو په هلو ځلو يې د خلاصون هڅې پيل شوې دي.

ده زياته کړه: (( زموږ د معلوماتو له مخې بيول شوي سرتېري ټول ژوندي دي.))

قوماندان دا هم وويل چې په اجرستان کې د حالاتو د کابو کولو په موخه کومانډو سرتېري نن سهار ورسېدلي دي.

خو د سيمې يوه اوسېدونکي حضرت محمد پژواک ته وويل چې وسله والو طالبانو دوه ورځې وړاندې شل  سرتېري له ځانه سره بيولي دي.

هغه وايي: (( کله چې پر ولسوالۍ جګړه وه له دې سرتېرو سره مهمات خلاص شول، نو ځکه طالبانو ژوندي ونيول، زموږ يو خپل هم په کې دى.))

بل لورته طالبان هم دغه موضوع تاييدوي.

د دې ډلې وياند قاري يوسف احمدي پژواک ته وويل چې د اجرستان په جګړه کې تر اوسه ٣٣ امنيتي سرتېري وژل شوي او ٢١ نور طالبانو ژوندي نيولي دي.

د يو بل خبر له مخې، تېره شپه طالبانو د غزني په اندړو، ده يک او رشيدانو ولسواليو کې پر امنيتي پوستو بريدونه کړي دي.

د غزني امنيه قوماندان په دې اړه وويل چې په دغه جګړو کې دوه پوليس وژل شوي او درې نور ټپيان دي.

ده وويل چې په دې جګړو کې طالبانو ته هم درنه مرګ ژوبله اوښتې، خو کره شمېره يې تر اوسه نه ده په ډاګه شوې.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.