ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

له جرمني ايستل شوي ١٥ نور افغان کډوال کابل ته را ورسېدل

له جرمني ايستل شوي ١٥ نور افغان کډوال کابل ته را ورسېدل

author avatar
23 May 2018 - 11:33
له جرمني ايستل شوي ١٥ نور افغان کډوال کابل ته را ورسېدل
author avatar
23 May 2018 - 11:33

کابل (پژواک، ٢ غبرګولى ٩٧): د کډوالو چارو وزارت وايي چې له جرمني را ايستل شوي ١٥ نور افغانان هېواد ته را رسېدلي دي.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت مطبوعاتي سلاکار حفيظ احمد مياخېل د غبرګولي په ٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه کسان نن سهار کابل ته را ورسېدل.

هغه زياته کړه چې له جرمني را ايستل شوي اکثره دغه افغان کډوال ځوانان دي چې په غير قانوني توګه دغه هېواد ته تللي وو.

د يادونې ده، تېره مياشت هم له جرمني ٢١ افغانان افغانستان ته رالېږل شوي وو.

د جرمني د کورنيو چارو وزارت اعلان کړى، هغه افغانان به وباسي چې په غير قانوني توګه دغه هېواد ته راغلي او د پناه غوښتنې يې رد شوې دي.

د دې تر څنګ په دې وروستيو کې له ترکيې هم د غير قانوني افغانانو د ايستلو لړۍ پيل شوې او تر اوسه يې سلګونه کسان بېرته کابل ته لېږلي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.