د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د سمنګان ولسوالیو کې د نوم لیکنې ۷۴ سلنه مرکزونه نه دي فعال شوي

د سمنګان ولسوالیو کې د نوم لیکنې ۷۴ سلنه مرکزونه نه دي فعال شوي

May 23, 2018 - 16:40

ایبک (پژواک، ٢ غبرګولی ٩٧): د سمنګان ولایت په ولسوالیو کې د نوم لیکنې د ۶۲ مرکزونو له ډلې د امنیتي ځواکونو دکمښت له امله تر دې مهاله ۴۶ مرکزونه نه دي فعال شوي.

د ټاکنو د خپلواک کمېسيون چارواکو مخکې ویلي وو چې د رایې ورکوونکو د نوم لیکنې لومړی پړاو به د وري د میاشتې له ۲۵څخه د غویي تر ۲۲ پورې د ولایتونو په مرکزونو،دويم پړاو به په ولسواليو کې د غویي له ۲۵ څخه د غبرګولي تر اووم او درېیم پړاو به په لرې پرتو کلیو کې د غبرګولي له اووم څخه تر ۲۲ مه تر سره شي.

خو د ملي شورا د غړو په غوښتنه د نوم لیکنې وخت د ولایتونو په مرکزونو کې تر یوې میاشتې وغځول شو چې د اړتیا پر مهال به د نوم لیکنې نورې مرحلې هم وغځول شي.

په دې ولایت کې د ټاکنو د خپلواک کمېسيون سرپرست محمد اسلم حیدري پژواک خبري اژانس ته وويل چې دې ولایت ته د نوم لیکنې د ۱۱۵ مرکزونو له ډلې ۲۵ مرکزونه د ولایت په مرکز کې جوړشوي.

د هغه په خبره چې په دويم پړاو کې به د نوم لیکنې ۶۲ مرکزونه د  ولسواليو په مرکزونو کې جوړ شي، خو د امنیتی ځواکونو د کمښت له امله تر دې مهاله یواځې ۱۶ مرکزونه جوړ شوي او پاتې ۴۶ نور نه دي فعال شوي.

هغه د اندېښنې په څرګندولو سره وویل چې په دويمه مرحله کې د حضرت سلطان په ولسوالۍ کې د ۹ مرکزونو له ډلې ۳مرکزونه، د خرم سارباغ په ولسوالۍ کې له ۱۴ مرکزونو څخه ۳ مرکزونه، د دره  صوف پايئن له ۲۱ مرکزونو څخه ۳ مرکزونه، د در صوف بالا له ۲۱ مرکزونو څخه ۳ مرکزونه، د روی دواب په ولسوالۍ کې له ۲۲ مرکزونو څخه۲ مرکزونه او د فیروز نخچیر ولسوالۍ له ۳ مرکزونو څخه ۲ مرکزونه فعال دي.

نوموړي زیاته کړه چې د دغه ولايت د نوم لیکنې د ټولو ۹۰ مرکزونو له ډلې هغه سیمي چې د نوم لیکنې څلورمرکزونه په کې جوړېدل د طالبانو تر واک لاندې دي.

نوموړی وایي چې د نوم لیکنې د یادو څلورو مرکزونو له ډلې ۲ مرکزونه د دره  صوف پايئن، یو مرکز د حضرت سلطان او یو مرکز د دو اب په ولسوالۍ کې موقعیت لري.

د هغه په خبره د خرم سرباغ ولسوالۍ ۶ مرکزونه د روی دواب ولسوالۍ یو مرکز، د دره صوف بالا یو مرکز، او د دره صوف پايئن یو مرکز تر سختو امنيتي ګواښونو لاندې دي.

د امنیه قوماندانۍ سرپرست مل پاسوال محمد نادر فهیم  د ټاکنو د خپلواک کمېسيون د چارواکو خبره مني او وایي چې د ۴۶ مرکزونو د نه خلاصون لامل د ۷۰۷ پامېر قوماندانۍ د پولیسو کمبود دی.

د امنیه قوماندانۍ سرپرست وويل چې پولیس د نوم لیکنې د هغو مرکزونو په امنیت بوخت دي چې له وړاندې یې په فعالیت پیل کړی او د نوم ليکنې د لومړي پړاو له پای ته رسېدو وروسته به دا پولیس په ولسوالیو کې د نوم لیکنې د مرکزونو د ساتنې په موخه پر دنده وګومارل شي.

هغه زیاته کړه:((د نوم لیکنې درېیمه دوره به د غبرګولي په  ۹مه پیل شي،موږ د ټولو تړلو مرکزونو د امنیت د ساتنې هڅه کوو،په هغه صورت کې چې د امنیت په ساتلو کې پاتې راشو نو د یادې ستونزې د حل لپاره د کورنيو چارو له وزارت سره اړیکه نيسو.))

د ټاکنو د خپلواک کمېسيون د معلوماتو له مخې، تر دې مهاله د ولسی جرګې او ولسواليو شوراګانو د ټاکنو لپاره په سمنګان ولایت کې ۲۴ زره کسانو او په ټول هېواد کې ۲.۶ ميليون کسانو نوم لیکنه کړې ده.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement