د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د کندهار ښار د پرونۍ پېښې د مرګ ژوبلې شمېره لوړه شوه

د کندهار ښار د پرونۍ پېښې د مرګ ژوبلې شمېره لوړه شوه

May 23, 2018 - 15:35

کندهار (پژواک، ۲ غبرګولی ۹۷): چارواکي وايي چې د کندهار ښار په پرونۍ پېښه کې ۲۱ تنه وژل شوي او ۴۱ نور ټپيان شوي دي.

بل خوا د پېښې په ځای کې اوس هم پلټنې روانې دي، ویل کېږي چې یو شمېر کسان ورک دي او کېدای شي تر نړېدلو ودانیو لاندې وي.

تېره ورځ له غرمې وروسته شاوخوا يوه بجه د کندهار ښار د ١٤مې حوزې اړوند د فابریکې په سرای کې زوروره چاودنه وشوه.

د ملي امنیت منسوبینو او پولیسو په دغه ساحه کې په دوو کانټينرونو کې چاودېدونکي توکي کشف کړي وو چې يو کانټينر یې شنډ کړى و او د بل په شنډولو بوخت وو چې چاودنه یې وکړه.

د کندهار د میرویس روغتون مسوولین وايي، د پېښې له ځایه ۲۱ جسدونه او ۴۱ ټپیان وروړل شوي چې ملکي او نظامي وګړي په کې شامل دي.

د دغه روغتون مشر ډاکټر نعمت الله د غبرګولي په ٢مه، پژواک خبري اژانس ته وویل، د ټپیانو درملنه روانه ده او د ډېرو روغتيايي حالت مخ په ښه کېدو دی.

د کندهار د والي ویاند داوود احمدي وايي چې نن هم د پېښې ځای کې پلټنې روانې دي او کېدای شي تر نړېدلو ودانیو لاندې جسدونه پاتې وي.

خو هغه زیاته کړه چې تر دې مهاله د مړو او ټپیانو په شمېر کې ډېروالی نه دی راغلی.

نوموړی هغه څرګندونې رد کړې چې ګواکې د چاودېدونکو توکو د کشف او شنډولو پر مهال سیمه نه ده تخلیه شوې، او وايي نه یوازې دا چې امنیتي ځواکونو سیمه تخلیه کړې، بلکې پر عمومي سړک یې تګ راتګ هم درولی و.

د همدې سیمې د موټرو د ورکشاپ یوه کارکوونکي محمد رحیم پژواک خبري اژانس ته وویل، نن هم د پېښې ځای د امنیتي ځواکونو له خوا کلابند دی او هلته پلټنې روانې دي.

ده وویل، تېره ورځ د چاودنې ځای ته څېرمه په خپل دوکان کې و او دومره زوروره چاودنه وه چې ګڼ شمېر دوکاونونه، ودانۍ او موټر یې ویجاړ کړل.

دی وايي، ډېرى کسان اوس هم ورک دي چې امنیتي ځواکونه یې په لټولو بوخت دي.

دغه سیمه چې چاودنه په کې شوې د فابریکې په سرای مشهوره ده، دلته د پسونو د وړیو او پنبې دوکانونه، د موټرو ورکشاپونه او د اروزګان د موټرو تمځای شتون لري.

تر اوسه ددې چاودنې مسووليت چا نه دى منلى .

د ارګ په ګډون یو شمېر ادارو دغه پېښه غندلې ده.

د کندهار والي په یوه خپاره شوي بیان کې ویلي :(( وسله والو ترهګرو د افغانستان د خلکو پر وړاندې د خپلو جنايتونو په لړ کې غوښتل په دو کانتېنرونو کې چاودېدونکي توکي ځای پر ځای او بيا د روژې په مبارکه مياشت کې زموږ بې ګناه افغانان پرې شهيدان او ټپيان کړي چې د ملي امنیتي ځواکونو له خوا کشف شول.))

هغه زیاتوي، د شنډولو پر مهال په يوه کانتېنر کې چاودېدونکو توکو چاودنه وکړه او له امله يې یو شمېر بې ګناه روژه په خوله افغانان وژل شوي او ټپيان دي.

د ده په خبره، د داسې بې رحمه او وحشي دښمن سره مخامخ دي چې هيڅ ارزښتونو ته درناوی نه لري او تل يې هڅه کړې پر ښوونځيو،دیني مدرسو،عامه تاسيساتو،جوماتونو، د لوبو په ډګرونو، بازارونو او ګڼ مېشتو سيمو کې بريدونه وکړي او د خپلو جنايتونو په لړ کې افغانانو ته مرګ ژوبله واړوي .

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement