ښرنه (پژواک، ٢ غبرګولى ٩٧): د پکتيکا قومي مشرانو د نوم لیکنې لپاره د ټاکل شوې مودې غځول، د مرکزونو زیاتېدل او د پېژندپاڼو د وېش پروسې د ګړندیتوب غوښتنه وکړه.
د ولسمشر محمد اشرف غني څو تنو سلاکارانو، نن پکتیکا ولایت ته سفر وکړ او د دې ولایت له ولسونو سره یې د ټاکنو لپاره د نوم لیکنې او د پېژندپاڼو د وېش په برخو کې په ستونزو او وړاندیزونو خبرې وکړې.
په مطبوعاتي چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر ډاکټر نبي مصداق، د کوچیانو او قومونو په چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر علم ګل کوچی، د روغتیا په چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر ډاکټر رضوان احمدزی او په ټولنیزو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر دلبرجان ارمان د ننني پلاوي غړي و.
په دې اړه جوړه شوې غونډه کې د پکتیکا والي محمد الیاس وحدت وويل، ولسونه د نوم لیکنې د پروسې او د پېژندپاڼو د وېش په برخو کې له ځينو ستونزو سره مخامخ دي چې په خبره یې اړونده مسوولین یې باید د حل په برخه کې کوټلي ګامونه پورته کړي.
نوموړي له ولسونو هم وغوښتل چې په دغه ملي پروسه کې په پراخه کچه برخه واخلي.
د پکتیکا د بېلابېلو ولسوالیو اوسېدونکو د ټاکنو لپاره د نوم لیکنې د پروسې او دغه راز د پېژندپاڼو د وېش په برخو کې خپلې ستونزې، غوښتنې او وړاندیزونه ياد شوي پلاوي ته وړاندې کړل.
قومي مشرانو ملک ظاهر، يعقوب او نورو مشرانو د نوم لیکنې لپاره د ټاکل شوې مودې غځول او د مرکزونو زیاتېدل، د پېژندپاڼو د وېش پروسې ګړندیتوب او پېژندپاڼو زیاتېدل، د کارکوونکو ډېرېدل او څو نور مسایل د دې ولايت عمده مسايل ياد کړل، چې بايد حکومت ورته پاملرنه وکړي او ويې مني.
يوه احتمالی نوماند يعقوب منظور وويل چې په پکتيکا کې د ناامنۍ ترڅنګ ډېری خلک نه غواړي چې ښځو ته پېژندپاڼې واخلي او په راتلونکو ټاکنو کې ګډون وکړي.
هغه زياته کړه، د ښځو لپاره کلتوري او سيمه ييز محدوديتونه، ناامني، د لارو او يو شمېر د ټاکنو د نوم ليکنې د مرکزونو بندېدل، هغه ستونزې دي چې بايد تر ولسمشره ورسيږي او ورته حل لار ولټول شي.
د نوموړي په خبره، که د اصلې تذکرو پر ځای په رنګه کاپي سټېکر ولګول شي، د خلکو ژوند به ژغورل شوی وي او په راتلونکو ټاکنو کې به يې دخلکو ګډون زيات کړی وي، ځکه چې اصلې تذکرې وسله وال طالبان ګوري او خلک تل ور سره مخامخ وي.
د ولسمشر سلاکار وزیر ډاکټر نبي مصداق د پکتیکا له ولسونو د مننې کولو ترڅنګ چې په پوره لېوالتیا سره يې په دې غونډه کې ګډون وکړ، د ګډونوالو غوښتنو او پوښتنو ته ځوابونه وویل.
ده وويل چې د پکتيکا د ولسونو ستونزې يې يادښت کړې او د حل لارو لپاره به يې له مرکزي ادارې سره شريکې کړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن