ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې پنځه ښځينه څارنوالانې پر دنده وګومارل شوې

ننګرهار کې پنځه ښځينه څارنوالانې پر دنده وګومارل شوې

author avatar
24 May 2018 - 12:39
ننګرهار کې پنځه ښځينه څارنوالانې پر دنده وګومارل شوې
author avatar
24 May 2018 - 12:39

جلال اباد (پژواک، ۳ غبرګولی ۹۷): د ننګرهار ولايت استېناف څارنوال وايي چې په دغه ولايت کې پنځه ښځينه څارنوالانې پر دندو وګومارل شوې چې د دوی په کارونو کې يې ډېره اسانتيا رامنځته کړې ده.

د استېناف څارنوال خالد احمد اوريا د غبرګولي په ۳مه له پژواک اژانس سره د يوې ځانګړې مرکې پرمهال وويل، دا تازه ټاکنې به وکولی شي چې د ښځو اړوند دوسيو په څېړلو کې له دوی سره ډېره مرسته وکړي.

نوموړی وايي،شاوخوا اته مياشتې وړاندې دوی د لويې څارنوالۍ په همکارۍ له اسيا فونډيشن سره د يو تړون له مخې، د ۲۷ تنه ښځينه څارنوالانو د روزنې لړۍ پيل کړې وه چې اوس يې پنځه رسماً پر دنده وګومارل شوې.

هغه زياته کړه: ((موږ يادې څارنوالانې، چې په اړونده برخه کې يې نظري زده کړې کړې وې، د اشيا فونډيشن په همکارۍ، چې هغوی معاش ورکاوه، وروزلې، له يادو خوېندو اوس لويې څارنوالۍ امتحان واخيست، پنځه خويندې په امتحان کې بريالۍ شوې، چې اوس موږ سره په دنده وګومارل شوې.))

د خالد احمد اوريا په وينا، يادې څارنوالانې د تحقيق، جزا او تعقيب په برخو کې په دندو  وګومارل شوې او د چارو په اسانتيا کې به ورسره ډېره مرسته وکړي.

د هغه د معلوماتو له مخې، هغه قضيې او دوسيې چې د ښځو اړوند وي او هم په کې ښځې شاملې وي، د ښځينه څارنوالانو له موجوديت پرته يې برسي ستونزمنه وه، چې اوس ياده ستونزه حل شوه.

د استېناف څارنوال وايي، دوی تر دې وړاندې هم دوه ښځينه څارنوالانې درلودې چې ټولې اووه ښځينه څارنوالانې شوې.

نوموړي وويل: ((د ننګرهار په تاريخ کې يوه بله مهمه لاسته راوړنه دا هم لرو چې د لومړي ځل لپاره يوه ښځينه څارنواله د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د برخې د مسوولې په توګه ټاکل کېږي.))

په دغو ښځينه څارنوالانو کې يوه يې هم شکېبا دانش ده، چې له تېرو نږدې دوو کلونو راهيسې ننګرهار استېناف څارنوالۍ کې دنده پر مخ وړي.

نوموړې اوس تازه د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د قضيو امره ټاکل شوې او ژمنه ده چې په خپله برخه کې به د ښځو د حقونو کلکه مدافع وي.

هغې پژواک سره له ډېرو خبرو کولو ډډه وکړه؛ خو ټينګار يې درلود چې په دغه برخه کې د ښځينه څارنوالې ډېره يوه لويه اړتيا وه، چې اوس پوره شوه.

تر دې وړاندې پر دغه څوکۍ يو نارينه څارنوال ناست و، چې د ښځو پر وړاندې تاوتريخوالي او نورې اړوندې قضيې ورته د برسۍ په وخت کې ستونزمنې وې.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.