ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په پروان کې د يوې کورنۍ پنځو غړو ته مرګ ژوبله اوښتې

په پروان کې د يوې کورنۍ پنځو غړو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
24 May 2018 - 13:37
په پروان کې د يوې کورنۍ پنځو غړو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
24 May 2018 - 13:37

چاريکار(پژواک،۳غبرګولى۹۷): د پروان ولايت امنيتي چارواکي وايي چې د يوې نجلۍ د مرکې (ريبارۍ )د رد له امله د نجلۍ د کورنۍ پنځو غړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د پروان  امنيې قوماندان محمد زمان مموزي وويل چې دغه پېښه پرون ماښام د پروان د مرکز په دولانه کلي کې رامنځ ته شوې ده.

نوموړي وويل، پېښه هغه مهال رامنځ ته شوه چې يو ځوان هلک د خپل تره لور ته د مرکې په موخه ورغلی و، خو ياد ځوان د رد ځواب ترلاسه کولو وروسته د نجلۍ د کورنۍ پر غړو ډزې کړې چې له امله يې دوه ماشومان وژل شوي او د دوو ښځو په ګډون درې کسان ټپيان دي.

د نوموړي په وينا،په پېښه کې هغه نجلۍ هم ټپي شوې چې مرکه ورغلې وه.

د پروان پوليس وايي چې د پېښې عامل له سيمې څخه تښتېدلی، خو د نيولو هڅې يې روانې دي.

 د پروان د سل بستريز روغتون سرطبيب عبدالقاسم سنګين وويل چې تېره شپه روغتون ته د يوه ماشوم او يوه ځوان هلک جسدونه او د يوه سړي او دوو ښځو په ګډون درې ټپيان ور وړل شوي او د ټپيانو روغتيايي وضعيت د ډاډ وړ دی.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.