ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بغلان  کې د سولې خېمه ټوله شوه

بغلان کې د سولې خېمه ټوله شوه

author avatar
24 May 2018 - 14:53
بغلان  کې د سولې خېمه ټوله شوه
author avatar
24 May 2018 - 14:53

پلخمري(پژواک،٣غبرګولى٩٧): د بغلان دسولې خېمې ګډنوالو د چارواکو د نه همکارۍ له امله خېمه ټوله کړه.

د بغلان پرلت کوونکي وايي چې شل ورځې یې د ولایت په مرکز پلخمري کې د سولې نارې ووهلې خو له ملکي وګړو پرته د ولایت دولتي چارواکو په خېمه کې ناستو ځوانانو سره د سولې غږ  بدرګه نه کړ.

د دې کسانو له ډلې څخه هدایت الله محسني د غبرګولی په درېيمه پژواک خبري اژانس ته وویل: ((موږ د سولې راوستو په نیت خېمه درولې وه او په جنګ کې ښکیلو ټولو خواو څخه مو د سولې کولو غوښتنې وکړه، خو د بغلان يو چاراوکي زموږ پوښتنه ونه کړه او موږ سره يې دغه غږ بدرګه نه کړ.))

محسني وویل، د بغلان والي او د سولې عالي شورا ولایتي کمېټې سره یې هم پلخمري کې د سولې خبرې شريکې کړې وې، خو څوک يې پوښتنې ته نه دي ورغلي.

هغه وايي: (( له همدې امله ځوانان نا هيلي شول او نن مو خېمه ټوله کړه.))

د نوموړي په وينا، که اوس هم دولت د دوى لاسنيوى وکړي چمتو دي د سولې لپاره قرباني ورکړي.

د خېمې يو شمېر نورو ځوانانو هم ورته څرګندونې وکړې.

خو د بغلان والي عبدالحی نعمتي بیا وايي چې د خېمې له درېدو او د ځوانانو له هلو ځلو خبر و، خو ځوانانو په ليکلي بڼه له ده سره غوښتنې نه دي شريکې کړي.

هغه وايي: (( که يې موږ سره خپلې غوښتنې شريکې کړى واى نو موږ يې همکارۍ ته حاضر وو.))

دغه راز بغلان کې د سولې عالي شورا د ولایتي کمېټې ریس اسدالله شهباز هم پژواک ته وویل: (( سوله د ټولو ارمان دی او موږ باید د سولې راتلو لپاره هر ډول ګام پورته کړو موږ د همدې لپاره استازي ټاکل شوي یو او باید د ولس غږ چې سوله ده بدرګه کړو.))

شهباز زیاتوي چې د سولې خېمې له مسوولينو سره يې څو ځله خبرې کړي او د هغوى غوښتنې يې اورېدلې دي.

هغه وايي: (( که د سولې خېمې درونکي د سولې لپاره هلې ځلې کوي موږ يې ملاتړ او همکارۍ ته چمتو يو.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.