ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بدخشان لرې پرتو سيمو کې۴۰زره کسانو ته مخابراتي خدمتونه برابر شول

د بدخشان لرې پرتو سيمو کې۴۰زره کسانو ته مخابراتي خدمتونه برابر شول

author avatar
24 May 2018 - 15:35
د بدخشان لرې پرتو سيمو کې۴۰زره کسانو ته مخابراتي خدمتونه برابر شول
author avatar
24 May 2018 - 15:35

فيض اباد(پژواک،۳غبرګولی۹۷): د بدخشان ځايي چارواکي وايي چې ددغه ولايت په درېيو سرحدي ولسواليو کې د څلورو مخابراتي پايو په لګولو سره شاوخوا ۴۰زره کسان له مخابراتي خدمتونو څخه برخمن شوي دي.

د بدخشان د مخابراتو او معلوماتوي ټکنالوجۍ رييس غلام رباني حيدر پژواک خبري اژانس ته وويل، ياد انتنونه چې د سلام مخابراتي شبکې اړوند دي، په نسي، خواهان او مايمي ولسواليو کې لګول شوي چې لګښت يې  د مخابراتو وزارت له پراختيايي بوديجې څخه ورکړل شوی دی.

د نوموړي په وينا، دغه انتنونه چې په يادو سيمو کې د روان کال په اوږدو کې لګول شوي، موخه يې مخابراتي او انټرنټي خدمتونو ته د خلکو لاس رسی دی.

نوموړي وويل چې کېداى شي تر اوسه به خلک د تاجکستان له مخابراتي خدمتونو څخه کار اخلي، خو د ياد شوو انتنونو په لګولو سره د سلام مخابراتي شبکې څخه د خلکو د استفادې کچه لوړه شوې ده.

حيدري وويل:" د تاجکستان مخابراتي فريکونسي افغانستان ته راځي او موږ دغه موضوع د اترا ادارې له خوا تعقيبوو."

د نسی درواز ولسوال محمد اسماعيل قيومي پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ولسوالۍ په مرکز او اوبغن کلي کې د سلام مخابراتي شبکې د دوو انتنونو په لګولو سره د يادې ولسوالۍ په څلورو کليو کې شاوخوا لس زره کسانو مخابراتي خدمتونو ته لاس رسی پيدا کړی دی.

خو د هغه په خبره،نسي ولسوالي چې شاوخوا ۴۰زره اوسېدونکي لري، لا يې هم ۱۲کلي له مخابراتي خدمتونو څخه بې برخې دي او د تاجکستان هېواد له سيمکارتونو څخه استفاده کوي.

د خواهان ولسوالۍ يوه اوسېدونکي جلال الدين خواهانپور وويل، که څه هم چې د سلام مخابراتي انتنونو په لګولو سره د يادې ولسوالۍ ډېر شمېر کلي د سلام مخابراتي خدمتونو څخه کار اخلي، خو د يادو سيمو خلک د تاجکستان سيمکارتونه کاروي.

نوموړي د تاجکستان سيمکارټونو کارولو دليل، د مخابراتي خدمتونو ټيټه بيه وبلله.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.