جلال اباد (پژواک، ٣ غبرګولى ٩٧): د نورستان مرکزي لېسې لیلیې لپاره د دوه پوړيزې عصري ودانۍ د جوړولو چارې پيل شوې.
د نورستان ولايت مقام له خوا د غبرګولي په ٣مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دې ودانۍ د بنسټ ډبره د والي حافظ عبدالقیوم له خوا د ولايت د مرکز په پارون کې کېښودل شوه.
سرچينې زياته کړې چې د پارون لېسې ليليه به ٢٨ خونې او نور ملحقات ولري چې په دوو کلونو کې به يې چارې بشپړې شي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې پر دې پروژې ٢٩ ميليونه او ٥٠٠ زره افغانۍ لګښت راځي چې د هندوستان هېواد له خوا ورکول کېږي.
د نورستان والي دا په نورستان کې د انکشاف او پرمختګ پر لور یو بل ګام یاد کړ.
هغه له اړونده شرکته وغوښتل چې د نورستان موسمي هوا ته په کتو د کار چارې په ټاکلي کیفیت سره چټکې پر مخ یوسي .
د دغه ولايت د پوهنې رييس محمد امین حماد وویل، یاده لیلیه چې د احاطې دېوال هم لري، د دوو سوو کسانو ځایولو وړتیا لري.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن