ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سرپل کې ۲۲ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

سرپل کې ۲۲ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
24 May 2018 - 16:09
سرپل کې ۲۲ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
24 May 2018 - 16:09

سرپل(پژواک،٣غبرګولی ۹۷): د سرپل ولايت ځايي چارواکي وايي چې وسله والو طالبانو ددغه ولايت د سوزمه قلعه ولسوالۍ پر يو شمېر امنيتي پوستو بريدونه کړي،د يادو بريدونو په پايله کې شاوخوا ۲۲ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د سرپل د والي  وياند ذبيح الله امان پژواک خبري اژانس ته وويل چې طالبانو تېره شپه د مخابراتي خدمتونو په پرې کولو سره د ملي اردو پر امنيتي پوستو بريد کړی.

نوموړي وويل چې دغه  څو ساعته بريد چې د سرپل ولايت لپاره د طالبانو د نومول شوي والي قاري مطيع الله له لوري رهبري کېده  په پايله کې يې د طالبانو د يو مشر په ګډون  دری تنه وژل شوي  او ۹ نور ټپيان دي.

هغه وويل چې په دغه نښته کې د ملي اردو درې سرتېري وژل شوي او اووه نور ټپيان دي او د طالبانو بريد يې په شا تمبولى، سيمه اوس د امنيتي ځواکونو په لاس کې ده .

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.