ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غني : د قربانيانو کورنیو ته رسیده ګي د حکومت کاري لومړیتوب دی

غني : د قربانيانو کورنیو ته رسیده ګي د حکومت کاري لومړیتوب دی

author avatar
24 May 2018 - 15:15
غني : د قربانيانو کورنیو ته رسیده ګي د حکومت کاري لومړیتوب دی
author avatar
24 May 2018 - 15:15

کابل (پژواک، ٣ غبرګولى ٩٧): د ارګ په جامع جومات کې په هېواد کې د وروستیو وسله والو پېښو د قربانيانو روح ته د دعا او فاتحې مراسم ترسره شول.

له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه مراسم نن د ولسمشر محمد اشرف غني په حضور نن ماسپښین د ارګ په جامع جومات کې ترسره شول.

سرچينه کاږي، په دې مراسمو کې چې د هېواد لومړۍ مېرمن، د جمهور رئیس دویم مرستیال، اجرائیه رئیس، د اجرائیه ریاست دویم مرستیال، د مشرانو جرګې رئیس، یو شمېر وزیرانو، د جمهوري ریاست سلاکارانو، د علماو شورا غړو، ښځو او د قربانيانو وارثانو په کې حضور درلود،  قاریانو د قران شریف ختم وکړ او د هېواد د وژل شويو په ځانګړي ډول د وروستیو وسله والو پېښو د ملکي او نظامي قربانيانو روح ته دعا وشوه.

دغه راز د قران عظیم الشان د ختم ګډونوالو د خدای تعالی په دربار  کې په هېواد کې د تلپاتې سولې او ثبات د ټینګښت او د جنګ او تفرقې د پای ته رسېدو په خاطر دعا وکړه.  

د قرآن شریف د ختم له مراسمو وروسته جمهور رئیس د وروستیو تروریستي پېښو د ملکي او نظامي قربانيانو له وارثانو سره په کتنه کې غمشریکي وکړه.

په دې کتنه کې د ارواښاد هدایت الله زهیر ورور خلیل الله قریشي او د ارواښاد جمعه ګل پلار محمد یاسین سلیمان شاه د وروستیو تروریستي پېښو د ملکي او نظامي قربانيانو د وارثانو په استازیتوب خبرې وکړې.

د زهیر ورور له جمهور رئیس څخه وغوښتل چې د جلال اباد وروستۍ تروریستي پېښه چې یو شمېر خلکو ته په کې مرګ ژوبله واوښته، وڅېړل شي، عاملین دې پیدا او مجازات شي.

محمد یاسین سلیمان شاه په خپلو خبرو کې د قربانيانو له کورنیو سره د غمشریکۍ او خواخوږۍ او دغه راز هغوی ته د رسېدنې په خاطر د جمهور رئیس مننه وکړه او ډاډ یې ورکړ چې د امنیت د ټینګښت په خاطر د نظام ترڅنګ ولاړ او هر ډول قربانۍ ته چمتو دي.

په دې کتنه کې جمهور رئیس یو ځل بیا د وروستیو تروریستي پېښو د قربانيانو کورنیو ته د خپلې ډاډګېرنې او خواخوږۍ مراتب څرګند کړل او ډاډ یې ورکړ چې د جلال اباد په ښار کې وروستۍ تروریستې پېښه په هر اړخیزه توګه ارزول کېږي.  

يوه اونۍ مخکې د شپې مهال د جلال اباد ښار د بهسودو پله ترڅنګ د کرکټ په يوه لوبغالي کې د رمضان کپ د لوبې پر مهال درې پرله پسې چاودنې وشوې چې ٨ ملکي وګړي په کې ووژل شول او ٤٥ نور ټپيان شول.

غني زیاته کړه: "ستاسې درد او غم زما او د ټولو خلکو شریک درد دی او د دې ستر غم پر وړاندې ستاسې له صبر او حوصله‎مندۍ څخه منندوی یم او هیله ده چې د شهیدانو ارزوګانې او غوښتنې پوره کړو."

ده وویل: "که دښمن فکر کوي چې زموږ د خلکو په شهیدانولو سره خپلې شومې موخې ته رسېږي، بیا دې فکر وکړي، زموږ شهیدان د حق د لارې شهیدان دي چې د دوی تعهد، صداقت او وطندوستي هیڅکله هم نه هېرېږي."

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.