د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

ننګرهار کې پنځه ښځينه څارنوالانې پر دنده وګومارل شوې

ننګرهار کې پنځه ښځينه څارنوالانې پر دنده وګومارل شوې

May 24, 2018 - 12:39

جلال اباد (پژواک، ۳ غبرګولی ۹۷): د ننګرهار ولايت استېناف څارنوال وايي چې په دغه ولايت کې پنځه ښځينه څارنوالانې پر دندو وګومارل شوې چې د دوی په کارونو کې يې ډېره اسانتيا رامنځته کړې ده.

د استېناف څارنوال خالد احمد اوريا د غبرګولي په ۳مه له پژواک اژانس سره د يوې ځانګړې مرکې پرمهال وويل، دا تازه ټاکنې به وکولی شي چې د ښځو اړوند دوسيو په څېړلو کې له دوی سره ډېره مرسته وکړي.

نوموړی وايي،شاوخوا اته مياشتې وړاندې دوی د لويې څارنوالۍ په همکارۍ له اسيا فونډيشن سره د يو تړون له مخې، د ۲۷ تنه ښځينه څارنوالانو د روزنې لړۍ پيل کړې وه چې اوس يې پنځه رسماً پر دنده وګومارل شوې.

هغه زياته کړه: ((موږ يادې څارنوالانې، چې په اړونده برخه کې يې نظري زده کړې کړې وې، د اشيا فونډيشن په همکارۍ، چې هغوی معاش ورکاوه، وروزلې، له يادو خوېندو اوس لويې څارنوالۍ امتحان واخيست، پنځه خويندې په امتحان کې بريالۍ شوې، چې اوس موږ سره په دنده وګومارل شوې.))

د خالد احمد اوريا په وينا، يادې څارنوالانې د تحقيق، جزا او تعقيب په برخو کې په دندو  وګومارل شوې او د چارو په اسانتيا کې به ورسره ډېره مرسته وکړي.

د هغه د معلوماتو له مخې، هغه قضيې او دوسيې چې د ښځو اړوند وي او هم په کې ښځې شاملې وي، د ښځينه څارنوالانو له موجوديت پرته يې برسي ستونزمنه وه، چې اوس ياده ستونزه حل شوه.

د استېناف څارنوال وايي، دوی تر دې وړاندې هم دوه ښځينه څارنوالانې درلودې چې ټولې اووه ښځينه څارنوالانې شوې.

نوموړي وويل: ((د ننګرهار په تاريخ کې يوه بله مهمه لاسته راوړنه دا هم لرو چې د لومړي ځل لپاره يوه ښځينه څارنواله د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د برخې د مسوولې په توګه ټاکل کېږي.))

په دغو ښځينه څارنوالانو کې يوه يې هم شکېبا دانش ده، چې له تېرو نږدې دوو کلونو راهيسې ننګرهار استېناف څارنوالۍ کې دنده پر مخ وړي.

نوموړې اوس تازه د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د قضيو امره ټاکل شوې او ژمنه ده چې په خپله برخه کې به د ښځو د حقونو کلکه مدافع وي.

هغې پژواک سره له ډېرو خبرو کولو ډډه وکړه؛ خو ټينګار يې درلود چې په دغه برخه کې د ښځينه څارنوالې ډېره يوه لويه اړتيا وه، چې اوس پوره شوه.

تر دې وړاندې پر دغه څوکۍ يو نارينه څارنوال ناست و، چې د ښځو پر وړاندې تاوتريخوالي او نورې اړوندې قضيې ورته د برسۍ په وخت کې ستونزمنې وې.

په همدې حال کې د ننګرهار د ولايتي شورا غړې حميرا رفيع په استېناف څارنوالۍ کې د ښځينه څارنوالانو د شمېر ډېروالی د دغه ولايت د ښځو د ستونزو د حل لپاره يو ګام ګڼي.

هغې له پژواک سره د خبرو پرمهال خوښي وښوده چې په لومړي ځل دومره ډېر شمېر کې ښځينه څارنوالانې پر دندو ګومارل کېږي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement