ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هاشمي: د لسو ولسواليو مرکزونو کې د نوم ليکنې مرکزونه نه دي فعال شوي

هاشمي: د لسو ولسواليو مرکزونو کې د نوم ليکنې مرکزونه نه دي فعال شوي

author avatar
24 May 2018 - 13:52
هاشمي: د لسو ولسواليو مرکزونو کې د نوم ليکنې مرکزونه نه دي فعال شوي
author avatar
24 May 2018 - 13:52

 کابل(پژواک،۳غبرګولی۹۷): د ټاکنو خپلواک کمېسيون وايي چې تر اوسه د هېواد په لسو ولسواليو کې د رايې ورکوونکو د نوم ليکنې د ۴۰۰مرکزونو پرانېستل کېدو لپاره زمينه نه ده برابره شوې او په يادو ولسواليو کې د ټاکنو ترسره کېدل ناشوني دي.

 د ټاکنو د خپلواک کمېسيون کمېشنر سيد حفيظ الله هاشمي پژواک خبري اژانس ته وويل چې په لسو ولسواليو کې د نا امنۍ له امله تر اوسه د نوم ليکنې دغه مرکزونه نه دي فعال شوي او که وضعيت همدا ډول دوام وکړي په يادو ولسواليو کې د ټاکنو ترسره کېدل هم نا شوني دي.

هغه د ولسواليو په اړه جزييات ورنه کړل، خو ويې ويل، له دې امله چې د نوم ليکنې ۹۴۰مرکزونه د دولت د وسله والو مخالفينو په ولکه کې وو، نو ځکه هلته د نوم ليکنې زمينه نه وه، خو اوس دغه شمېر ۴۰۰مرکزونو ته راکم شوی او په يادو ولسواليو کې تر اوسه د نوم ليکنې بهير نه دی پيل شوی.

نوموړي د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل:" په قانون کې راغلي چې ټاکنې بايد سرتاسروي وي، خو زموږ لپاره د امنيت مساله او ژوند هم مهم دی او موږ په داسې ځايونو کې ټاکنې ترسره کوو چې هلته امنيت تامين او د حکومت تر ولکې لاندې وي."

د ټاکنو د خپلواک کمېسيون دغه کمېشنر دې ته په اشارې سره چې ددولت له ولکې څخه وتلو سيمو لپاره ميکانېزم لري، وويل ، هغه کسان چې غواړي په ټاکنو کې ګډون وکړي، خپلې رايې په خوندي سيمو کې کارولای شي.

د ولسي جرګې او ولايتي شوراګانو د تلې د ۲۸مې نېټې ټاکنو لپاره د رايې ور کوونکو د نوم ليکنې پروسه د وري په ۲۵مه پيل شوې ده.

د ټاکنو د کمېسيون د معلوماتو له مخې، تر اوسه د هېواد په کچه د ولايتونو او ولسواليو په مرکزونو کې له دوه ميليون، شپږ سوه زره ډېرو کسانو خپل نومونه ليکلي دي.

 له بلې خوا د ملي دفاع وزارت د وياند دفتر سرپرست جنرال محمد رادمنش وويل چې د هېواد دفاعي او امنيتي ځواکونه د خلکو او ټاکنو د امنيت خونديتوب لپاره ژمن دي او په هغو سيمو کې چې دولت او خلکو ته ګواښ موجود دی، هره ورځ محاربوي عمليات ترسره کېږي.

هغه په هلمند، جوزجان، اروزګان، غزني،ننګرهار، کونړ او نورستان ولايتونو کې د عملياتو يادونه وکړه او ويې ويل:" موږ هوډ لرو چې امنيتي وضعيت داسې کړو چې د ټاکنو ترسره کېدو په ورځ هېڅ ستونزه نه وي او هيله لرو چې زموږ د نصرت عمليات بريالي شي او د ټاکنو ترسره کېدو لپاره زمينه برابره شي."

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.