ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په سپين بولدک کې پوليسو او طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

په سپين بولدک کې پوليسو او طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
24 May 2018 - 10:44
په سپين بولدک کې پوليسو او طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
24 May 2018 - 10:44

کندهار ښار (پژواک، ٣ غبرګولى ٩٧): چارواکي وايي چې د کندهار په سپين بولدک ولسوالۍ کې د يوې نښتې پر مهال پوليسو او وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د کندهار د امنيې قوماندانۍ وياند ضياء دراني د غبرګولي په ٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېر ماښام اووه بجې وسله والو طالبانو د سپين بولدک ولسوالۍ د رباط په سيمه کې د سرحدي پوليسو پر يوې پوستې بريد وکړ.

هغه زياته کړه چې په دغه بريد کې دوه پوليس ووژل شول او دوه نور ټپيان شوي، خو په ځوابي بريد کې څلور وسله وال طالبان هم وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان دي.

خو يوې بلې امنيتي سرچينې پژواک ته وويل چې په دې پېښه کې د پوستې د قوماندان په ګډون شپږ پوليس وژل شوي دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.