ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په غور کې ۱۹ طالبان او دوه پوليس وژل شوي

په غور کې ۱۹ طالبان او دوه پوليس وژل شوي

author avatar
24 May 2018 - 14:14
په غور کې ۱۹ طالبان او دوه پوليس وژل شوي
author avatar
24 May 2018 - 14:14

فيروزکوه(پژواک،٣غبرګولی ٩٧): د غور ولايت امنيتي سرچينې وايي چې په چهارسدې ولسوالۍ کې د طالبانو او  امنيتي ځواکونو  ترمنځ د نښتې په ترڅ کې دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

 د دغه ولايت د پوليسو وياند محمد اقبال نظامي پژواک خبري آژانس ته وويل چې دغه نښته تېره ورځ د چهارسدې ولسوالۍ د منګ په سمه کې ترسره شوې ده.

 نوموړي زياته کړه چې په دغه نښته کې ۱۹ طالبان او دوه پوليس وژل شوي او دوه  پوليس ټپيان دي.

 د غور د پوليسو وياند وايي چې په وژل شوو طالبانو کې دوه مشهور قوماندانان عبدالهادي  او مولوي محمد چې په غور،بادغېس،فارياب او سرپل ولايتونو کې يې د طالبانو نظامي مسووليت په غاړه وو هم شامل دي.

طالبانو په دې تړه تر اوسه څه نه دي ويلي.

دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې وړاندې طالبانو د چهارسدې ولسوالۍ د منګ په کلي کې د سيمه ييزو پوليسو يو قوماندان  غلام  يحيى له دوه کسانو سره وژلی و.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.