فيروزکوه(پژواک،٣غبرګولی ٩٧): د غور ولايت امنيتي سرچينې وايي چې په چهارسدې ولسوالۍ کې د طالبانو او امنيتي ځواکونو ترمنځ د نښتې په ترڅ کې دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د دغه ولايت د پوليسو وياند محمد اقبال نظامي پژواک خبري آژانس ته وويل چې دغه نښته تېره ورځ د چهارسدې ولسوالۍ د منګ په سمه کې ترسره شوې ده.
نوموړي زياته کړه چې په دغه نښته کې ۱۹ طالبان او دوه پوليس وژل شوي او دوه پوليس ټپيان دي.
د غور د پوليسو وياند وايي چې په وژل شوو طالبانو کې دوه مشهور قوماندانان عبدالهادي او مولوي محمد چې په غور،بادغېس،فارياب او سرپل ولايتونو کې يې د طالبانو نظامي مسووليت په غاړه وو هم شامل دي.
طالبانو په دې تړه تر اوسه څه نه دي ويلي.
دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې وړاندې طالبانو د چهارسدې ولسوالۍ د منګ په کلي کې د سيمه ييزو پوليسو يو قوماندان غلام يحيى له دوه کسانو سره وژلی و.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن