ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په ټاکنو کې د نوماندۍ لپاره ټاکل شوي شرطونه

په ټاکنو کې د نوماندۍ لپاره ټاکل شوي شرطونه

author avatar
24 May 2018 - 12:18
په ټاکنو کې د نوماندۍ لپاره ټاکل شوي شرطونه
author avatar
24 May 2018 - 12:18

 کابل(پژواک،۳غبرګولۍ۹۷): په ټاکنو کې د نوماندۍ شرطونه سخت شوي او د ټاکنو کمېسيون د نوي طرزالعمل له مخې، د ولسي جرګې هر نوماند بايد د نوم ليکنې پرمهال د رايې ورکولو پر شرايطو د برابرو زرو کسانو سټېکر شوې تذکرې او د ګوتو نښانې ولري او د ځان د محکوميت او نه محکوميت په اړه دقيق معلومات وړاندې کړي.

 دغه شرطونه په هغه طرزالعمل کې چې د ټاکنو د خپلواک کمېسيون له خوا د درج شوي حکم د ۱۰۸مې مادې په تقليد او د ټاکنو قانون درج شوو حکمونو(۳۹،۴۰،۴۴،۵۱،۷۳،۷۴ او۷۵) مادو په پام کې نيولو سره وضع شوي دي.

د ۱۳۹۷ کال د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو ټاکنو د نوماندانو د ثبت نام د طرزالعمل له مخې د نوماندانو شرطونه په لاندې ډول دي:

.*د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو د نوماندانو بشپړ معلومات.

* د ولسواليو شوراګانو د نوماندانو د ۱۲ټولګي د فراغت اسنادو کاپي.

* د ټاکنو( ولسي جرګې، ولايتي شوراګانو او ولسواليو شوراګانو) د نوماندۍ په ورځ د ۲۵کلنۍ عمر پوره کېدل .

 * د ولسي جرګې ټاکنو لپاره د نوماندانۍ د ضمانت په توګه د ۳۰زره افغانيو او د ولسواليو شوراګانو په ټاکنو کې د نوماندۍ لپاره د ۱۰زره افغانيو ورکړه.

* د خپلې دندنې د وروستي مورد په اړه جزييات او له دولتي دندو څخه د ذيصلاح چارواکو له خوا د استعفا منل شوی ليک.

*  ( په هېواد کې دننه او بهر) د نغدو پيسو، نقليه وسيلو، سوداګريزو مالونو، ګاڼو، قېمتي عتيقه شيانو او څارويو په ګډون د خپلې منقولې شتمنۍ په اړه بشپړ جزيياتو وړاندې کول.

 *  (په هېواد کې دننه او له هېواد څخه بهر) استوګنې او سوداګريزو ملکيتونو او کرنيزو ځمکو په ګډون د خپلې غير منقولې شتمنۍ په اړه بشپړ جزييات.

*  د زر ټوکه ثبت شوو تذکرو کاپي وړاندې کول.

*  د ولسي جرګې نوماندان بايد د ولسي جرګې په ټاکنو کې د خپلې نوماندۍ د غوښتې د تاييد په موخه د نوم، پلار نوم، ولايت، ولسوالۍ او د تذکرې د ثبت شمېرې ،پاڼې، د ټوک ګڼې په ګډون، د رايې ور کوونکي د نوم ليکنې د ثبت د تصديق ګڼې( د تذکرې پر شا لګېدلي سټېکر شمېره) او په ډک شوي فورم کې د نوماندانو د لږ تر لږه زر تاييد کوونکو د ګوتو نښې کمېسيون ته وسپاري.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.