ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په بلخ کې نامسوولو وسله والو اووه بنديان تښتولي

په بلخ کې نامسوولو وسله والو اووه بنديان تښتولي

author avatar
25 May 2018 - 09:33
په بلخ کې نامسوولو وسله والو اووه بنديان تښتولي
author avatar
25 May 2018 - 09:33

مزارشريف (پژواک،۴ غبرګولی۹۷):دبلخ پوليس وايي چې نامسوولو وسله والو اووه بنديان تښتولي، د خلم ولسوالۍ اداري مرستيال او يو بندي وژل شوي او يو بل بندي ټپي دى.

د بلخ دامنيې قوماندانۍ وياند شېرجان دراني د غبرګولي په ٤مه،پژواک خبري اژانس ته وويل،پوليسو تېره شپه نهه تنه بنديان له خلم ولسوالۍ څخه مزار شريف ښار ته لېږدول چې د شپې شاوخوا لس بجې د مزار شريف ښار د هوايي ډګر په څلور لارې کې د نامسوولو وسله والو له کمېن سره مخ شول.

هغه زياتوي،دپوليسو او نامسوولو وسله والو د نښتې په ترڅ کې د خلم ولسوالۍ اداري مرستيال او يو بندي وژل شوي او يو بل بندي ټپي دى.

نوموړى د بنديانو په اړه نور معلومات نه ورکوي، خو زياتوي چې ټپي بندي روغتون ته لېږدول شوى او روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ دی.

د ده په وينا، د بريد په پايله کې نامسوول وسله والو اووه تنه بنديان له ځان سره وړي دي.

درانی وايي چې د پېښې په اړه يې څېړنې روانې دي.

په سيمه کې ځايي اوسېدونکي وايي چې دغه کار نامسوولو وسله والو کړی او ياد کسان د کومې وسله والې ډلې له لوري نه دي تښتول شوي.

تراوسه کومې وسله والې ډلې د دغه بريد مسووليت نه دی منلی.

دا پېښه په داسې حال کې رامنځته کېږي چې څه وخت مخکې د بلخ يو شمېر چارواکو او مدني فعالانو په دغه ولايت کې د نامسووله وسله والو د زياتوالي او د ناامنۍ د ډېرېدو خبر ورکړى و. 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.