کابل(پژواک، ۴ غبرګولى ۹۷): ملي دفاع وزارت وايي چې په غزني ولايت کې د تازه عملياتو په ترڅ کې يې ٣٧وسله وال مخالفين وژلي او ١٤نور يې ټپيان کړي دي.
د ملي دفاع وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې چې يوه کاپي يې پژواک اژانس ته رالېږل شوې راغلي چې دغه عمليات په تېرو ٢٤ساعتونو کې ترسره شوي دي.
سرچينې ويلي، په دغو عملياتو کې چې په اجرستان، ده يک، قرباغ ، خوږياڼو او جغتو کې ترسره شوي او هوايي ملاتړ هم ورسره و، ٣٧ وسله وال مخالفين وژل شوي، ١٤ټپيان، درې موټر، دوه موټرسايکلونه او يوه اندازه وسله او مهمات هم د امنيتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.
دفاع وزارت وايي چې د شاهين په نامه دا عمليات لا هم د غزني په ټولو ولسواليو کې روان دي.
دغه راز دفاع وزارت وايي چې د اروزګان په چورې او خاص اروزګان ولسواليو او د ترينکوټ په ځينو سيمو کې ٢٥وسله وال طالبان وژل شوي او ١٣نور ټپيان دي.
سرچينه وايي چې يو شمېر سيمې هم له وسله والو څخه پاکې شوې دي.
ددولت وسله والو مخالفينو تراوسه په دې اړه خه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن