ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

چادرۍ پر سر وسله والو خوست کې د نوم ليکنې پر مرکز بريد کړى

چادرۍ پر سر وسله والو خوست کې د نوم ليکنې پر مرکز بريد کړى

author avatar
26 May 2018 - 12:01
چادرۍ پر سر وسله والو خوست کې د نوم ليکنې پر مرکز بريد کړى
author avatar
26 May 2018 - 12:01

خوست ښار- ګردېز (پژواک، ۵ غويی ۹۷): چارواکي وايي چې په خوست ولايت کې د رايې ورکوونکو د نوم ليکنې پر مرکز بريد کې دوه سرتيري وژل شوي.

د خوست د والي وياند طالب منګل پژواک اژانس ته وويل چې دغه بريد نن سهار شاوخوا ۱۰ بجې د مندوزيو ولسوالۍ د سالم کلي د نوم ليکنې پر مرکز شوی دی.

نوموړي زياته کړه، بريد کوونکي درې کسان وو، چادرۍ يې اغوستې وې او په يو سراچه موټر راغلي او تر بريد وروسته د پېښې له ځايه وتلي دي.

د هغه په وينا، په دغه بريد کې يو پوليس او يو د ملي اردو سرتېرى وژل شوى دى.

تر اوسه د دغه بريد مسووليت چا پر غاړه نه دی اخيستی او نه هم وسله والو طالبانو په دې اړه څه ويلي دي.

د يو بل خبر له مخې، په پکتیا ولایت کې د نوم لیکنې د یوه مرکز د لېږد پر سر جګړه شوې چې له امله يې درې کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د پکتيا د والي وياند عبدالله حسرت وايي چې پېښه تېره ورځ په احمدخېلو ولسوالۍ کې د نوم لیکنې د مرکز پر سر د ماماخېلو او بادین خېلو قبيلو تر منځ شخړه هغه مهال رامنځته شوې چې یو لوري غوښتل د نوم لیکنې مرکز بل ځای ته انتقال کړي.

هغه وايي چې په دې نښته کې د یو لوري یو سړی او يوه ښځه وژل شوي او له بل لوري یو سړی ټپي شوی، د پېښې د څېړنې لپاره پلاوی سیمې ته تللی دی.

بل لور ته د پکتیا ټاکنو کمېسيون رییس ظاهر اکبري وایي، د نوم لیکنې یاد مرکز د موقت وخت لپاره تړلی.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.