ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بغلان ديني عالمانو روژه خوړونکو ته د سزا ورکولو غوښتنه وکړه

د بغلان ديني عالمانو روژه خوړونکو ته د سزا ورکولو غوښتنه وکړه

author avatar
26 May 2018 - 16:56
د بغلان ديني عالمانو روژه خوړونکو ته د سزا ورکولو غوښتنه وکړه
author avatar
26 May 2018 - 16:56

پلخمري (پژواک، ٥ غبرګولى ٩٧): د بغلان ولايت ديني عالمانو روژه خوړونکو ته د سختې ورکولو غوښتنه وکړه.

په دې اړه د ولايت په مرکز پلخمري ښار کې د ديني عالمانو لويې غونډې ته په خپله وينا کې د حج< ارشاد او اوقافو رييس مولوي عبدالنصیر حمیدي وويل، چې يو شمېر ځوانان د روږدو کسانو په منځ کې روژه خوري، څو ونه پېژندل شي.

هغه زياته کړه چې ديني عالمان بايد د دې پر وړاندې غبرګون وښيي او حکومت پرې خبر کړي.

نوموړي له پوليسو وغوښتل، چې روژه خوړونکي ونيسي او له قانون سره سم دې ورته سخته سزا ورکړي.

حميدي دغه راز له سوداګرو وغوښتل چې د روژې په مبارکه مياشت کې له بېوزلو سره مرستې وکړي او د توکو بيې دې ټيټې وساتي.

د مولوي باقر هاشمي په نامه يوه ديني عالم له پوليسو وغوښتل چې له روژه خوړونکو سره سخت چلند وکړي او د قانون منګولو ته يې وسپاري.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.