ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د غور لسګونو کسانو له امنيتي ځواکونو د ملاتړ لپاره وسلې واخيستې

د غور لسګونو کسانو له امنيتي ځواکونو د ملاتړ لپاره وسلې واخيستې

author avatar
26 May 2018 - 15:03
د غور لسګونو کسانو له امنيتي ځواکونو د ملاتړ لپاره وسلې واخيستې
author avatar
26 May 2018 - 15:03

فيروزکوه (پژواک، ۵ غبرګولی ۹۷): د غور لسګونو اوسېدونکو د دې لپاره وسلې اخيستې چې دوی يې له امنيتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ ګڼي او وايي چې له امنيتي ځواکونو سره همکار پاتې شوي او له دې وروسته به هم د طالبانو او نورو ډلو پر روړاندې وجنګېږي.

د غور په چهارسدې ولسوالۍ کې له څو ورځو را په دېخوا د امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ نښته روانه ده او طالبانو پر يادې ولسوالۍ خپل بريدونه سخت کړي او نن د ياد ولايت له ۱۶۰ ډېرو کسانو وسلې اخيستې او چهار سدې ولسوالۍ ته تللي دي.

د دغو ځواکونو مشر حاجي رييس عبدالرحمن پرغاړه لري او ويې وويل چې دوی له خپلو بچيانو څخه د ملاتړ په موخه د هغو امنيتي ځواکونو له ليکو سره يو ځای شوي چې د طالبانو پر ضد جګړه کوي.

له بلې خوا د غور د پوليسو وياند محمد اقبال نظامي له امنيتي ځواکونو څخه د ياد ولايت د اوسېدونکو د ملاتړ له امله خوښي څرګنده کړه.

هغه وويل، امنيتي ځواکونو د خلکو له ملاتړ پرته دښمن ته ماتې نه شي ورکولای او ددښمن د له منځه وړلو لپاره د خلکو رول مهم دی.

د غور د دغه امنيتي چارواکي په خبره، همدا اوس د ياد ولايت په ډېرو سيمو کې ولسي پاڅونوال د امنيتي ځواکونو په څنګ کې له ډار اچوونکو سره مبارزه کوي.

غور له هغو ولايتونو دی چې ډېرې غير قانوني وسله والې ډلې په کې فعاليت کوي چې د ياد ولايت د چارواکو په وينا، اوس دغه ډلې له دولت سره همکاري کوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.