ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د نوماندانو د نوم ليکنې بهير پيل شو

د نوماندانو د نوم ليکنې بهير پيل شو

author avatar
26 May 2018 - 11:51
د نوماندانو د نوم ليکنې بهير پيل شو
author avatar
26 May 2018 - 11:51

کابل (پژواک،۵غبرګولی۹۷): د ولسي جرګې او ولسواليو شورا ګانو ټاکنو لپاره د نوماندانو د نوم ليکنې بهير نن په مرکز او ولايتونو کې په رسمي ډول پيل شو او د ټاکنو خپلواک کمېسيون له نوماندانو څخه وغوښتل چې په خپلو کمپاينونو کې دې له زور او قدرت څخه کار نه اخلي.

د ټاکنو د خپلواک کمېسيون مشر عبدالبدېع صياد نن په کابل کې خبري غونډې ته وويل چې د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو د نوماندانو د نوم ليکنې بهير لپاره پوره چمتووالی نيول شوی دی.

د ده په وينا، د ټاکنو خپلواک کمېسيون به په ټولو ټاکنيزو بهيرونو کې خپله خپلواکي وساتي او د هېچا تر اغېزې او فشار لاندې به را نه شي. روڼتيا د کمېسيون شعار دی او هغه مراعاتوي او په دې اړه هر ډول قربانۍ ته چمتو دی.

ده زياته کړه:" د خلکو رايې له کمېسيون سره امانت دي او دغه امانت به ساتو او دا به هغه چاته سپارو چې وړتيا يې ولري."

د ټاکنو د خپلواک کمېسيون مشر وويل چې نن له خلکو څخه هيله لري چې له دسيسو څخه د مخنيوي او نظم رامنځ ته کولو لپاره دې له کمېسيون سره همکاري وکړي او له کمېسيون سره دې د غير قانوني غوښتنو پر وړاندې ودرېږي.

نوموړي له ګوندونو، مدني ټولنو، د ټاکنو له نوماندانو او نړيوالې ټولنې څخه وغوښتل چې د ټاکنو له خپلواک کمېسيون سره دې همکاري وکړي، له ټاکنيزو بهيرونو څخه دې دقيقه څارنه وکړي او په خپلې څارنې سره دې د فساد او درغلۍ مخه ونيسي.

صياد د هېواد له ديني عالمانو څخه هم وغوښتل چې په خپلو جدي فتواګانو سره دې ناروا کړنې چې فساد او درغلي ګڼل کېږي، تحريم کړي، څو هم نوماندان او هم رايه ورکوونکي له دې کار څخه ډډه وکړي.

نوموړي دغه راز له ټاکنيزو نوماندانو څخه وغوښتل چې په کمپاينونو کې دې له خپل زور او قدرت څخه کار نه اخلي، بلکې د يوه عادي کس په توګه دې د هېواد لپاره د خدمت په موخه خپله انتخاباتي مبارزه د قانون په چوکاټ کې پرمخ بوځي او د تذکرو له پېر او پلور څخه دې ډډه وکړي او خلکو ته دې زمينه برابره کړي چې په ارامه فضا کې خپله رايه وکاروي.

د ټاکنو د خپلواک کمېسيون مشر وويل، له حکومت څخه هم غواړي چې په ټاکنو کې دې خپل بې پرېتوب وساتي او د ټاکنو د يوه شريک په توګه دې په مالي، امنيتي، د تذکرو د وېش، د درغليو د مخنيوي په برخه کې خپلې ژمنې عملي کړي او هغو کسانو په نيولو کې چې په فساد او درغلۍ کې لاس لري، همکاري وکړي.

د ټاکنو د خپلواک کمېسيون مشر دغه راز په نننۍ ناسته کې وويل چې د رايې ورکوونکو د نوم ليکنې بهير په ښه توګه پر مخ ځي او تر اوسه څه باندې درې ميليون او ۲۲زره کسانو خپل نومونه ليکلي چې څه باندې دوه ميليونه يې نارينه او نږدې ۹۰۰تنه يې ښځې او له ۶۰زره ډېر يې کوچيان او ۴۵۹يې هندوان او سکان دي.

د ټاکنو کمېسيون د ولايتي ټاکنيزو چارو مشر اول الرحمان پژواک ته وويل چې د ټاکنو لپاره د نوماندانو د نوم ليکنې بهير نن سهار ۸:۰۰ پيل شو او د ورځې تر ١١:٣٠  بجو پورې په کابل کې شاوخوا ۵۰۰نوماندانو د نوم ليکنې فورمې ترلاسه کړې او دغه بهير به د نن ورځې تر څلورو بجو دوام وکړي.

نوموړي زياته کړه: "نن د تمې خلاف زموږ ګڼ شمېر دوستا نو د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو د ټاکنو لپاره د نوماندۍ د بستو ترلاسه کولو په موخه راغلي چې په دغو بستو کې د روغتيايي او امنيتي چک استعلامونه او د بانک اوېزونه شامل دي او دوی ته وسپارل شول، څو هغوی يې ډک کړي او د خپلو اسنادو له بشپړولو وروسته يې بېرته کمېسيون ته راشي، چې د خپل سمبول له ټاکنووروسته د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو د نوماند په توګه پېژندل کېږي."

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.