ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کورنیو چارو وزارت: په تېرو دوه میاشتو کې ۷۰۰ تنه د نشه یي توکو د قاچاق په تور نیول شوي

د کورنیو چارو وزارت: په تېرو دوه میاشتو کې ۷۰۰ تنه د نشه یي توکو د قاچاق په تور نیول شوي

author avatar
26 May 2018 - 18:24
د کورنیو چارو وزارت: په تېرو دوه میاشتو کې ۷۰۰ تنه د نشه یي توکو د قاچاق په تور نیول شوي
author avatar
26 May 2018 - 18:24

کابل (پژواک، ۵غبرګولی ۹۷): د کورنیو چارو وزارت له نشه یي توکو سره د مبارزې مرستیال وايي چې په تېرو دوه میاشتو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د نشه یی توکو د قاچاق په تور ۷۰۰ کسان نیول شوي او نږدې ۶۸ ټنه نشه یي توکي کشف او ترلاسه شوي دي.

پاسوال عبدالخلیل بختیار نن په کابل کې د خبري غونډې پرمهال د دې ادارې د وروستیو لاسته راوړنو په اړه معلومات ورکړل.

نوموړي وویل، له نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو دوه ورځې وړاندې د ننګرهار ولایت په خوږیانو ولسوالۍ کې عملیات وکړل چې د نشه یي توکو درې کارخانې يې ویجاړې کړې دي.

ده یادونه وکړه چې په یادو کارخانو کې د نشه یي توکو د پروسس فعالیت په تړاو، یو کس له ۱۱ ټنو کیمیاوي توکو سره چې د نشه یي توکو پروسس کې کارول کېدل، نیول شوی دی.

د کورنیو چارو وزارت یاد چارواکي زیاته کړه چې په تېرو دوه میاشتو کې له نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو په ټول هېواد کې ۶۱۱ عملیات ترسره کړي چې په پایله کې یې ۷۰۰ کسان د نشه یي توکو د قاچاق په تور نیول شوي دي.

پاسوال بختیار وايي، په نیول شوو کسانو کې څلور نړیوال قاچاق وړونکي هم شامل دي چې د ملګرو ملتونو په تور لیست کې ځای لري.

د هغه په وینا، له لومړنیو څېړنو وروسته د یادو کسانو دوسیې له نشه یي توکو او مسکراتو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ته استول شوي دي.

هغه زیاته کړه چې له نیول شوو کسانو څخه ۲۲۶زره ډالر هم ترلاسه شوي دي. د کورنیو چارو وزارت له نشه یي توکو سره د مبارزې مرستیال وویل چې د کشف شوو نشه یي توکو ارزښت، څه باندې ۳۷ میلیونه ډالرو ته رسېږي او که په یاده کچه توکي ګاونډیو هېوادونو ته لېږدول شوي وو، څو برابره په لوړه بیه به پلورل شوي وو.

د کورنیو چارو وزارت له نشه یي توکو سره د مبارزې مرستیال له ولسمشر څخه غوښتنه وکړه چې له نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو ته دې هم اجازه ورکړل شي، څو د نصرت په نوم پیل شوو عملیاتو کې برخه واخلي چې له نورو امنیتي ځواکونو سره د همکارۍ ترڅنګ له نشه یي توکو سره د مبارزې په برخه کې نور هم زیات فعالیت وکړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.